نړیوال خبرونه

د ښوونځيو د پرانیستلو لپاره د ارزګان د دیني عالمانو او ښوونکو غوښتنه

د نجونو د منځنیو ښوونځیو او لېسو د بیا پرانیستلو لپاره د غوښتنو په دوام د ارزګان اوسېدونکي هم له سرپرست حکومته د دغو ښوونځیو د بیا پرانیستلو غوښتنه کوي. 

ارزګان

ارزګان کې یو شمېر نجونو زده کوونکې چې زده کړې یې نیمګړې پاتې دي، له سرپرست حکومته غواړي چې د دوی غوښتنې او نظرونه واوري او پر وړاندې د ښوونځیو دروازې پرانیزي، څو خپلو زده کړو ته دوام ورکړي. د دوولسم ټولګي زده کوونکې نفیسه وايي:«ښځې په اسلام کې حق لري چې درس ووایي، دنده ترسره کړي او د مسوولیت څېښتنه وي. د یوولسم ټولګي بله زده کوونکې مدینه هم څرګندوي:«کله چې یوه مېرمن زده کړې کوي یوازې ځانته د خدمت جوګه کېږي نه بلکې کولای شي د یوه کور چارې سرمې کړي او په ټولنه کې اغېزناکې وي.

نور یی ولوله | د افغانستان تر تولو مشهور او لوي جومات

نور یی ولوله | د اسلامي امارت مشر د دفاع وزارت چارواکو سره لیدلي

دیني عالمان

بل خوا بیا د دغه ولایت یو شمېر اوسېدونکي او دیني عالمان هم له سرپرست حکومته د نجونو ښوونځیو د پرانیستو غوښتنه کوي. دیني عالم قاهر طاقت په دې هکله وايي:«څو ورځې مې ولیدل چې یو نر ډاکټر د یوې ښځې غاښ برمه کوي دا نه قران وايي او نه هم شریعت، باید ښځه تحصیل وکړي چې ډاکټره او معلمه شي

ښځې تعلیم نه لري

د ارزګان اوسېدونکی صدیق الله هم څرګندوي:«کله چې ښځې زده کړې ونه کړي او ډاکټره او قابله ونه لرو او زموږ په کور کې څوک ناروغ شي هغه نر ډاکټر ته نه بیایوو، پرېږدئ چې نجونې زده کړې وي. اخوا سیمه ییز مسوولین وایي، تر شپږم ټولګي ښکته ښوونځي فعاله، خو تر شپږم ټولګي پورته د اسلامي امارت د مشرانو پرېکړې ته په تمه دي

. د ارزګان د پوهنې رییس خیرالله حقنما وویل:«تر شپږم ټولګي ښوونځي فعال دي او د له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو په هکله د اسلامي امارت د مشرانو د پرېکړې په تمه یوو. دا په داسې حال کې ده چې د څلور سوه ورځو په تېرېدو سره، لا هم تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر وړاندې ښوونځي نه دي پرانیستل شوي، اسلامي امارت په دې اړه د یوې طرحې له جوړولو خبر ورکوي، خو دا چې دا طرحه به کله نهایي کېږي، لا روښانه نه ده

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button