سیمه ییز خبرونه

عباس ستانکزی وايي نوي ډهلي کې به افغان سفارت ژر پرانیستل شي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وايي، راتلونکو څو ورځو کې بېرته کارونه پیل کړي

د طالبانو حکومت بهرنیو چارو مرستیال وزیر شیر محمد عباس ستانکزی وايي، په هند کې د افغانستان تړل شوی سفارت به د نوموړي‌ په ټکو “تر درېیو ورځو” بېرته پرانیستل شي.

تېره اوونۍ په هند کې افغان سفارت ویلي و، د روانې نومبر له ۲۳ نېټې راهیسې یې دغه سفارت “چورلټ” تړلی دی.

نور ولولئ:

هند کې مخکېني افغان سفیر فرید ماموندزي هم ویلي و، “په نوي ډيلي کې د افغانستان اسلامي جمهوريت سفارت د خپل ډېپلوماتيک ماموریت د دايمي درولو پر اعلان خواشينی دی.”

د سفارت په خبرپاڼه کې د هند او په افغانستان کې د طالبانو حکومت له لوري “پرله پسې فشارونه” د دې مهمې ډیپلوماتيکې استازولۍ د تړل کېدو یو لامل یاد شوی‌ و.

پر افغان دیپلوماتانو د ستانکزي نیوکې

‌خو ښاغلی ستانکزی ادعا کوي چې په ډیلي کې ځینو پخوانیو افغان دیپلوماتو‌ په لوېدیځو هېوادونو کې د کډالۍ لپاره “کېسونه” اچولي و او د فشار خبره یې رد کړې ده.‌

په ډيلي کې د جمهوریت د مهال یوه پخواني دیپلومات بي بي سي‌ پښتو ته ویلي چې له تېرو څلور میاشتو راهیسې په ډیلي کې چارواکو “آن ویزې نه ورکولې.”

اوس په ډیلي کې د افغان سفارت له تړل کېدو یوه اوونۍ وروسته ښاغلی ستانکزی وايي چې سفارت په بمبۍ او حیدر اباد کې افغان کونسلرانو بېرته پرانیستی دی.

نور ولولئ: له هېوادونو سره د اړیکو ښه والي په پاره اسلام اباد کې د افغانستان سفارت هڅې

نوموړي د طالبانو تر واک لاندې ملي تلویزیون سره په یوه مرکه کې ویلي، “زه دا څو دقیقې مخکې ورسره وغږېدم، هغوی سفارت بېرته خلاص کړی دی. دا نن او پرون په سفارت کې وو” چې د نوموړي په وینا غواړي د سفارت دننه پاتي شوي توکي او وسایل و ارزوي.

سفارت به بېرته د مراجعینو پر مخ پرانیستل شي

ښاغلی ستانکزی وايي، “انشاالله دوه درې ورځو کې به ډيلي ‌کې زموږ سفارت بېرته د مراجعینو پر مخ خلاص شي او خدمات به مخ ته وړي.”‌

د بي بي سي حفیظ الله معروف ته لږ تر لږه دوو سرچینو ویلي، په بمبۍ (ممبۍ) او حیدر اباد کې افغان کونسلګرۍ له نژدې دوو کلونو راهیسې په کابل کې له طالب چارواکو سره په اړیکه کې دي‌ او د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په انلین غونډو کې هم برخه اخلي.

نور ولولئ: چین کې د افغانستان سفارت: له چین سره د واخان لارې پر سوداګرۍ وغږېدو

خو په ډیلي کې سفارت تر دا تېرې اوونۍ د پر ځول شوي جمهوریت له دیپلوماتانو سره وو.

هندي چارواکو تر دې مهال د ښاغلي ستانکزي څرګندونو ته په غبرګون کې څه نه دي ویلي، خو پخوا یې د سفارت چارې د افغانانو “کورنۍ مسله” بللې وه.

دا وروستیو کې له بي بي سي سره په یوه مرکه کې د هند لپاره د تېر جمهوریت سفیر فرید ماموندزي ویلي و، د هند حکومت د نه همکارۍ او نه ملاتړ او د کافي سرچینو او پرسونل د نه شتون له کبله دغې پرېکړې ته چې پرې خوښ ‌نه دي، اړ ایستل شوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button