نړیوال خبرونه

عبدالله عبدالله ته د امرالله صالح مبارکي

افغانستان کې د ډیر وخت راهیسې سیاسي ناندرۍ شروع وې. عبدالله عبدالله چې د اشرف غني سیاسی حریف وو د انتخاباتو پایله نه منله او دغه انتخابات یی د درغلیو ډک انتخابات ګڼړلي وو.عبدالله عبدالله د ولسمشر سره یو ځاۍ په جلا ډول سوګند پورته کړ.او ځان یی د همه شموله حکومت ولسمشر اعلان کړ.خو بیا هم دوي یو بل سره د سیاسي تفاهم له لارې د دغو ناندریو او لانجو حل ته ورسید.

دوه ورځې وړاندې ولسمشرغني او عبدالله عبدالله یو لړ مراسمو کې یو سیاسي تفاهمنامه لاسلیک کړه د دغې تفاهم لیک له مخې به عبدالله عبدالله ته ۵۰٪ حکومت ته ځاۍ ورکړي. او دوستم ته یی د مارشالۍ رتبه هم ورکړې د دې نه علاوه دوي ته بازۍ ولایتونه هم په نظر کې نیول شوي.

په دغه لړ کې د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح پر خپلې فېسبوک پاڼې ليکلي دي چې د ولسمشر محمد اشرف غني د پرېکړې چې د دولت جوړونکي ټيم وراېخوا  يې د حکومت په کابينه کې  نور ټيمونه هم شريک کړل ملاتړ کوم. نوموړي ليکلي دي چې په ورته وخت کې د جوړجاړي د عالي شورا د مشر په توګه د عبدالله عبدالله ځای پر ځای کېدل غوره ټاکنه بولم او هيله لرم چې د سولې په برخه کې به اغېزمنه  تمامه شي.

صالح ليکلي چې د ولسمشر غني د کلک دريځ څخه چې په اساسي قانون د معاملې مخه يې ونېوله، بايد مننه او ستانيه وشي. نوموړي په اخير کې ليکلي دي چې د ګډد دښمن پر وړاندې يو ګډ يووالي ته اړتيا ده

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم بهرنیو سازمانونواوهیوادونو په دوي باندې فشار راوړۍ وو چې دواړه مشران دې په یو میز کېني او یو همه شموله حکومت دې جوړکړي.همدغسې وشول چې دوه ورځې وړاندې دولت نیم په نیمه وویشل شو. ۵۰٪ حکومت عبدالله عبدالله ته ورکړ.

دا هم باید یاده کړو چې بهرنۍ ټولنې دوي ته مبارکۍ تر څنګ هر کلۍ کړۍ دۍ په دغو هیوادونو کې پاکستان هند. ترکي. امریکا . او داسې نور ملکونه شامل دي. ددې تر څنګ دوي ته ناټو سرمنشي او نورو مختلفو اړوندو خلکو مبارکې او هر کلۍ یی کړۍ دۍ.

مونږ ټولو ته پکار دي چې اوس د اتحاد او اتفاق خبره وکړو او بې څایه ناندرۍ پریګدو تر څو یو په ځان بسیا هیواد ولرو افغانانو ډېر جنګونه او جدلونه تیر کړي دي نو باید یو پر مختللي هیواد په لور روان شو.تر څو افغانان وکولۍ شي چې یو ازاد افغانستان کې ژوند تیر کړي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button