نړیوال خبرونه

عبدالله عبدالله: د مصالحې عالي شورا لپاره مشهورې او پرنفوسه څېرې راټولوي

پخوانې ریس اجرایه عبدالله عبدالله چې په تیرو انتخاباتو کې د  ولسمشر اشرف غني په مقابل کې کاندیدوو او د انتخاباتو نه بعد ېې د غه ټاکنې ېې د تقلب نه ډکې وګڼړلې او سیاسي جنجال ېې پیل کړ خو بیا وروسته د ټیمونو سره خبرې اترې پیل کړې او دواړه لورې یو سیاسي توفق ته ورسیدل او یو هفته مخکې ېې دغه سیاسي توافق امضا کړ.

د دغه سیاسي توافق د مخې ېې  عبدالله عبدالله د مصالخې عالي شورا مشر په توګه وګماره اوسمهال د مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله په دې هڅه کې دى چې دغه شورا ته د هېواد اغېزناکه څېرې راټولې کړي او په جوړښت کې يې يو ځاى کړي.

د اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سياسي جوړجاړي لاسليک څخه وروسته شاوخوا لس ورځې تېرې شوې دي، عبدالله عبدالله ته د مصالحې عالي شورا مشري سپارل شوې ده، خو ويل کېږي چې لا هم د دغې هوکړې لومړۍ پرېکړه نه ده عملي شوې، عبدالله عبدالله تراوسه پورې د مصالحې عالي شورا د تشکيل او برنامو په اړه هېڅ خبر نه دى ورکړى.

د جنبش ګوند مرستيال عبدالله قرلق بيا ويلي دي، چې عبدالله عبدالله نن سبا د يادې شورا د جوړښت په هڅو کې بوخت دى او غواړي چې د هېواد اغېزناکې څېرې دې بنسټ ته راغونډې کړي.داسې څېرې به وي چې ټول اړخونو ته قابل قبول وي.

د دغه سياسي هوکړه بله برخه په کابينه کې د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله پنځوس سلنه برخه ده، چې په دې برخه کې هم دواړو لورو تراوسه پورې عملي ګامونه نه دي پورته کړي.

همدا راز سياسي شنونکي شهزاده مسعود بيا وايي، چې د اختر تر رخصتيو وروسته ښايي ټول ګډونه کابينه جوړه شي. همدا راز ولسمشرۍ ماڼۍ او د عبدالله دفتر بيا د مصالحې شورا او د کابينې د غړو په اړه هم څه نه دي ويلي.

د یادونې وړ ده چې باید ټول سیاسیون سره یو ځاۍ کیني او یو غږ او یو لاس شي سره او د افغانستان نه دغه نه ختمیدونکې جګړه نور ختمه شي.او عام افغانان هم باید تعصب او بې اتفاقي له منځه یوسو او د یو ودان او پرمختللي افغانستان ته کار وکړو. .

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button