نړیوال خبرونه

عبدالله عبدالله نوروهېوادونو ته هم رسمي سفرونه لري

عبدالله عبدالله نوروهېوادونو ته هم په رسمي سفرزي د افغانستان د ملي روغې جوړې شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله پاکستان او هند ته له سفر وروسته نورو ګاونډیو هېوادونو ته هم په رسمي سفر زي او د سولې په اړه به دغه هېوادونو سره حبرې اترې کوي.

د مصالحې عالي شورا ویاند ویلي، چې ښاغلی عبدالله عبدالله به ایران، چین، تاجکستان او ازبکستان هېوادونو ته هم د یادو هېوادونو د حکومتونو په رسمي بلنه په سفر ولاړ شي.ګاونډیو هېوادونو ته د عبدالله د سفر موخه د افغان سولې لپاره د سیمې هېوادونو د ملاتړ اخیستل او د سیمه اییزې همکارې پیاوړتیا ده.نوموړی غواړي چې ټول ګاونډي هېوادونه په اعتماد کې واهلي او د دويي همکاري له ځانه سره ولري.

دې نه مخکې د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان په رسمي بلنه اسلام اباد ته سفر کړی وو او د پاکستان، د لومړي وزیر عمران خان، د پاکستان له ولسمشر عارف علوي، د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي او یو شمېر نورو پاکستانیو لوړ پوړو چارواکو سره یې ولیدل او پر افغان سولې،دوه اړخیزو همکاریو، او د اړیکو پر پراختیا او پیاوړتیا یې بحث وکړ.

په ورته مهال بیا د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله نوي ډهلي ته تللی او د هند له لوړ پوړو حکومتي چارواکو سره یې لیدلي، پر دوه اړخیزو همکاریو، د اړیکو پر پراختیا او افغان سوله یې بحثونه کړي.نوموړي نن د هند صدراعظم تریندرا مودي سره هم ليدل کتل شوي. او د افغان سولې په اړه ېې خبرې اترې کړي دي.

عبدالله عبدالله وطن ته راستون شو
عبدالله عبدالله وطن ته راستون شو

په سوشل ميډیا کې د ښاغلي عبدالله عبدالله د نوي سفرونو په اړه مختلف نظریات نشر کړي دي. او ویلي دي چې د سیمې هېوادونه بااید د افغان سولې پوره پوره او ریښتینی ملاتړ اعلان کړي تر څو افغانستان کې دایمي او پایداره سوله راشي او افغانان د نورو د احتیاج نه وساتل شي. ګاونډیان باید نور په دې پوه شي چې افغانان جنګ نه غواړي او غواړي چې په هېواد کې ېې امن وي. دويي اوس پوه شوي دي دويي د بل هر څه نه زیات سولې ته لومړیتوب ورکوي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button