سعودي عرب بازې سرچینۍوایی وايي، چارواکو په دُرو د وهلو سزا ختمه کړې او پر ځای یې تورن ته بند او غرامت ټاکل شوی دی. پر خواله رسنیو په یوه قانوني وثیقه کې راغلي چې د سعودي سترې محکمې په دُرو د وهلو سزا لغوه کړې ده.
دغې وثیقه کې راغلی چې عربستان دا کار “د سمون او د بشر حقونو په برخه کې د پرمختګ پخاطر کړی چې دا کار د پاچا سلمان بن عبد العزیز په امر او د ولیعهد محمد بن سلمان په څارنه ترسره کېږي.”
بازې فعالان وايي، سعودي په نړۍ کې د بشر حقونو تر ټولو د ناوړه پېښو ریکارډ لري؛ ځکه چې په دې هېواد کې د وینا ازادي نه شته او د واکمن شاهي نظام مخالفان بندیانېږي.
د هغه راهیسې چې محمد بن سلمان د سعودي ولیعهد ټاکل شوی، د سعودي عربستان هڅه دا ده چې په نړۍ کې د دغه هېواد ناوړه انځور بدل کړي.
په عربستان کې ښځو ته د ۲۰۱۸ کال په جنورۍ میاشت کې د فوټبال لوبغالي ته د لوبو د نندارې اجازه ورکړل شوه، په همدې کال ښځو ته د موټر چلولو اجازه ورکړل شوه چې ډېر کلونه پرې بندیز لګول شوی و.
تېر کال، د سعودي د شاهي فرمان له مخې بهر ته د خپلوان له اجازې پرته ښځو ته د سفر اجازه هم ورکړل شوه او په خوړنځیو کې له سړو د ښځو د بېلوالي بندیز هم لیرې شو. خو پر دې ازادیو سربېره، سعودي د ښځو د حقونو ځینې فعالان ونیولې..
په بي بي سي کې د منځني ختیځ د چارو ایډیټر وايي، په وروستي ځل په سعودي کې د سعودي بلاګ چلوونکي رائف بدوي د دُرو وهلو سزا د نړیوالو ورځپاڼو د سر ټکی ګرځېدلی و. نوموړی په عام محضر کې په دُرو ووهل شو چې په ګرده نړۍ کې د سعودي پر دغه کار ټینګې نیوکې وشوې.