سیمه ییز خبرونه

علي وزیر په اسلام اباد کې د پاکستاني پولیسو لخوا ونیول شو

ځینې سرچینې وايي، د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی علي وزیر تېر ماښام اسلام اباد کې ونیول شو

علي وزیر د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی او په شمالي وزیرستان کې نفوذي مشر دی چې پاکستاني پولیسو یې بار، بار نیسي او زنداني کوي یې.

تازه د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی علي وزیر په اسلام اباد کې پولیسو نیولی او نا مالوم ځای ته یې بېولی دی.

پر پښتون ژغورنې غورځنګ فشارونه

سره له دې چې پاکستاني پولیس د منظور پښتین په ګډون د یاد غورځنګ کسان نیسي، زندان ته یې اچوي او یا یې په یوه او بل نوم وژني خو دغه غورځنګ لا هم مخکې ځي او د اسلام اباد د ظلمونو پر وړاندې خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.

په خواله رسنیو کې هم ځینې ویډیو ګانې لاس په لاس کېږي، چې د پولیسو له‌خوا د علي وزیر د نیولو پخلی کوي.

دا رنګه په یوې ویډیو کې په خپله علي وزیر هم لیدل کېږي، چې د اسلام اباد په یوه روغتون کې دی او وايي چې نوموړی د پولیسو له‌خوا نیول شوی او تاوتریخوالی هم ورسره شوی دی.

نور ولولئ: عوامي نشنل ګوند: د بنو پر لاریون د پاکستاني پوځ برید له ترهګرۍ سره همکاري ده

نور ولولئ: پاکستان کې د ‘پي ټي ایم’ لسګونو غړو نیونې غبرګونونه راپارولي

که څه هم چې د هغه د نیولو ځانګړی لامل نه دی په ډاګه شوی؛ خو په خواله رسنیو کې د خپرو شویو ویډیوګانو بر بنسټ نوموړي، یو ټپي کس د درملنې لپاره د پمز روغتون ته لېږدولی و، چې ناببره د پولیسو له‌خوا ونیول شو.

په دې اړه د اسلام اباد پولیس

د اسلام اباد پولیسو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي او د پښتون ژغورنې غورځنګ له‌خوا هم تر دې مهاله په روښانه ټکو کې کوم دریځ نه دی څرګند شوي.

له دې وړاندې هم چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو په مقابل کې د پاکستان ریاست کوم اقدام کړی یا یې غړي ورڅخه نیولي، نو تر ډېره یې مسئولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

علي وزیر تر دې وړاندې هم څو، څو ځلې پولیسو نیولی او تر څه مودې بند وروسته بېرته خوشې کړای شوی دی.

خو پر دې سربېره، د پاکستان پر استخباراتو دا تور دی چې د ګیله من وزیر په وژلو کې ددوی لاس دی. منظور پښتین په یوه غونډه کې وويل، ګیله من وزیر د سر په هغه برخه وهل شوی و، لکه څه ډول چې عثمان کاکړ وهل شوی او وژل شوی و. ده ویلي، چې داد مسلکي قاتلانو کار دی.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button