Uncategorized

عمران خان: د بهرنیو فو ځیانو وتلو مښکې باید افغانستان کې سیاسي توافق رامنځته شي

عمران خان: د بهرنیو فو ځیانو وتلو مښکې باید افغانستان کې سیاسي توافق رامنځته شي. د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په یوې تازه مرکه کې ویلي چې پاکستان به کله هم امریکايانو ته په خپله خاوره کې پر افغانستان د عملیاتو لپاره اډه ورنه کړي

د هغه په وینا امریکایان باید تر وتلو مخکې په افغانستان کې سیاسي جوړجاړی را منځته کړي، که داسي ونه کړي نو هلته به کورنۍ جګړه پیل شي.عمران خان دغه خبري د اکسیوس په نامه د امریکايي رسنۍ سره کړي دي.نوموړي د راتلونکي سپتمبر د ۱۱مې نیټې په اړه وویل: «امریکایان، مخکې تر دې چې ووځي، باید هلته یو سیاسي جوړجاړی را منځته کړي». امریکا ۱۱ د سپتمبر د خپلو ځواکونو د ایستلو لپاره وروستۍ نیټه اعلان کړې.

1917526 imranpidx 1551028986 927 640x480 1

د عمران خان په خبره سیاسي جوړجاړي مطلب به دا وي چې په افغانستان کې یو ایتلافي حکومت را منځته شي، داسي یو حکومت چې په هغه کې اوسنۍ اداره هم او طالبان هم برخه ولري، بله هیڅ لاره نشته.عمران خان ویره څرګنده کړې چې که امریکایان پر خپل وخت ووځي، او سیاسي جوجاړی نه وي، نو کورنۍ جګړه به را منځته شي.

د هغه په خبره که طالبان د ټول هیواد د فتحه کولو په نیټ جګړه وکړي، نو هلته به په ډیره لوړه کچه وینه وبهیږي. او دا هم باید هیره نه کړو چې تر افغانستان وروسته که کوم هیواد له دغې جګړې ډیر متاثره کیږي، هغه به پاکستان وي.

نوموړي امریکا ته په خپله خاوره کې د اډو ورکولو په اړه وویل: « هیڅ ممکنه نه ده چې مونږ به امریکايي اډو ته ځای ورکړو، او یا هیڅ کوم عملیاتو اجازه ورکړو چې د پاکستان له خاورې دي پر افغانستان باندي وشي۔او زیاته یې کړه: «مونږ د سولې په پروسه کې د امریکا ملګري یو، په جګړه کې نه

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button