عمران خان: پاکستان اوسمهال د طالبانو د کړنو مسولیت پر غاړه نشي اخیستی

عمران خان: پاکستان اوسمهال د طالبانو د کړنو مسولیت پر غاړه نشي اخیستی.د پاکستان لومړي وزير عمران خان وويل چی اسلام آباد د طالبانو وياند نه دي او نه هم دطالبانو د ناوړه کړنو مسووليت د دوي په غاړه نه دي.
عمران خان تيره ورځ په اسلام اباد کې د افغان خبريالانو سره ديوې ناستي پرمهال وويل چې افغانستان کې چي هر څه روان دي اوياهم د افغانستان نه د بهرنيو ځواکونو دوتلو وروسته٫هلته چی هر څه پيښيږي٫ددي ټولو کارونو مسووليت دپاکستان په غاړه نه دي او نه هم پاکستان د طالبانو ملاتړ کوي.د پاکستان لومړي وزير عمران خان ويلي دي چې امريکا او متحدينو د افغانستان جګړه له پوځي لارې ګټل غوښتل٫خوپهدي کار کي بريالي نه شول.
نوموړي ټينګار وکړ چې د افغانستان جګړه او بحران باید د سياسي جوړجاړی او مذاکراتو له لارې حل شي او افغانان يو با ثباته سولې ته رسيدلي شي.د پاکستان لومړي وزیر عمران خان زياته کړه چې په افغانستان کې د هیڅ ترهګرۍ ډلو ملاتړ نه کوي او افغانان چې هر څوک وټاکي پاکستان به ورسره په شريکه کار وکړي.

د پاکستان لومړي وزير عمران خان وويل چې يو باثباته او پر امنه افغانستان د پاکستان په ګټه دي خو د افغانستان حکومت ادعا کوي چې طالبان په پاکستان کې مرکزونه لري. عمران خان دا تورونه ردوي او ووايي چې په پاکستان کې له دريو ميلونو زيات شمير افغان کډوال اوسيږي٫
او همداراز هره ورځ له پينځه ویشتو تر ديرشو زرو پورې افغانان خپل هيواد ته تګ راتګ کوي او په دي حالت کې د ناشونی ده،چي حکومت د توپير وکړي چې څوک جګړې ته ځي او څوک نه ځي.