نړیوال خبرونه

عمرداودزی:دطالبانواوامریکا تفاهم سره موافق یو

 عمر داودزی:دطالبانو اوامریکا تفاهم سره موافق یود پاکستان لپاره د ولسمشر غنی ځانګړی استازی عمر داوودزی» وایي، دطالبانو او امریکا تر مابین په شوې توافقنامه خوښ دي او اوس هیله لري، چې پاکستان به طالبان د ډیموکراسۍ منلو ته مخې ته کړي

ښاغلي داودزي ادعا کړې چې پاکستان پر طالبانو نفوذ لري، نو باید ګټه ترې واخلي او په دوحه کې د طالبانو او کابل د مذاکراتي ټیم ترمنځ په مذاکراتو کې رامنځته شوی بن بست مات کړي.داوودزي زیاته کړې، چې پاکستان ته یې خپل مؤقف او غوښتنې واضح کړې او اوس دا په هغوی پورې اړه لري؛ چې څه ډول ګام اخلي «دا په هغوی پورې اړه لري چې هغوی څه ډول ګام اخلي، خو موږ د چټکو اقداماتوته په تمه یو.

اړوند خبرونه: د مذهب او دین په نوم جګړې باید دوام ونکړي

د هغه په خبره د امریکا او طالبانو تر منځ د توافقنامې په لاسلیک کې پاکستان خپل نفوذ کارولی؛ نو اوس هم باید له شته نفوذ ګټه واخلي او «طالبان د ډیموکراسۍ منلو ته حاضر کړي.»ورته مهال د عرب نیوز خبریال «طاهر خان» د داوودزي له خولې لیکلي، چې نوموړي ته پاکستاني چارواکو ډاډ ورکړی چې د روان کال تر پایه افغانستان کې اوربند ته لاره جږړیږي.

د ښاغلي داودزي له لوري پورته څرګندونې داسې مهال دي، چې په دوحه کې له تېرې یوي نیمې میاشتې راپدېخوا د طالبانو او کابل د مذاکراتي ټیمونو تر منځ خبرې روانې دي؛ مګر د اختلافي نقاطو له امله لا هم پرمختګ نه دی شوی.او مسایل پيچيده دي.طالبانو لخوا لا هم ځینې خبرې ندي روښانه او د بخث ته اړتیا لري ترڅو چې دا خبرې نه وي حل شوي نو هيځ پرمختګ نشي کیداۍ.

څو ورځې مښکې د کابل مذاکراتي ټیم څلور تنه غړي د «شخصي ستونزو د حل په پلمه» کابل ته راوبلل شول؛ چې د بیرته تګ په اړه یې لا هم اندېښنې موجودې دي. د سولې لپاره د دولت وزیر نادري خپل کار ته دوام ورکړی او هره ورځ خپل دفتري چارې په کابل کې پرمخ وړي. او نور درې غړي هم په شخصي کارونو بوخت دي او معلوم ندي چې کله به بېرته دوحې ته ستنيږي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button