سیمه ییز خبرونه

عمر داوودزی وايي چې اسلام اباد به د افغان کډوالو د جبري ایستلو حساب ورکړي

نړیوالو له پاکستان وغوښتل چې د افغان کډوالو له ایستلو ډډه وکړي، خو پاکستان دا غوښتنې نه دي منلي

اسلام اباد د نړیوالو سازمانونو او هېوادونو هغه غوښتنې رد کړي دي چې دوی په پاکستان کې د افغان کډوالو په رابطه ورڅخه کړې وې.

محمد عمر داوودزی وايي، له پاکستانه د افغان کډوالو په لویه کچه اېستل به د اسلام اباد لپاره ناوړه پایلې ولري.

نور ولولئ: عمر داودزی د افغان سولې په تړاو پاکستاني چارواکو سره خبرې کوي

ښاغلي داوودزي افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د کډوالو د مسلې له کمېدو وروسته به په پاکستان کې جګړه نوره هم زور واخلي او اسلام اباد به د کډوالو د اېستلو بیه پرې کړي.

پاکستان له یوه سخت حالت تېرېږي

د پاکستان د سرپرست حکومت له‌خوا له قانوني اسنادو پرته د افغان کډوالو د اېستلو لپاره د یوې میاشتې ضرب الاجل تر پای ته رسېدو وروسته، په وروستیو ورځو کې لسګونه زره افغان کډوال له پولو اوښتي دي.

عمر داوودزي له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې ویلي، چې په افغانستان کې د بشري او اقتصادي ناورین او د بشري مرستو د کمښت له امله به کډوال د ژمي په درشل کې له «جدي ګواښ او لوی ناورین» سره مخ شي.

ښاغلي داوودزي ویلي، چې د کډوالو د اېستلو پرېکړه به د پاکستان لپاره ناوړه پایلې ولري او اسلام اباد به یې بیه پرې کړي.

نور ولولئ: عمر داودزی: دسولې لپاره دپاکستان دریځ تغیر شوی

عمر داوودزی په اسلام اباد کې د افغانستان پخوانی سفیر او د پاکستان په چارو کې د افغانستان د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني ځانګړی استازی و.

ښاغلي داوودزي وویل، چې د کډوالو د مسلې له کمېدو وروسته به په پاکستان کې جګړه نوره هم زور واخلي او اسلام اباد به د کډوالو د اېستلو بیه پرې کړي.

طالبانو هغه غوښتنې نه دي منلي چې پاکستان یې کوي

نوموړي د افغان کډوالو د شړلو د لاملونو په اړه وويل، پاکستان له طالبانو تمه درلوده چې پاکستاني طالبان وځپي او د ډيورنډ کرښه په رسميت وپېژني.

د ښاغلي داوودزي په وینا، «طالبان د ډیورنډ کرښه په رسمیت نه پېژني، نه یې په رسمیت پېژندلی شي او نه غواړي چې په رسمیت یې وپېژني؛ نو ځکه د غچ اخېستو لاره یې غوره کړې ده.»

ښاغلي داوودزي وويل، چې د پاکستان پوځ د افغان طالبانو د ملاتړ لپاره د ټي‌ټي‌پي ډله جوړه کړه او دغو دواړو ډلو له تېرو شلو کلونو راهيسې نږدې اړيکې او همکارۍ درلودې.

هغه ټینګار وکړ، چې افغان طالبانو د دوی د اېډیالوژیکي ځانګړتیاوو او ګډو اقتصادي ګټو له امله د ټي‌ټي‌پي له ځپلو ډډه کړې ده.

ښاغلي داوودزي وویل، که څه هم یو شمېر طالب مشران له پاکستان سره نږدې اړیکې لري؛ خو له اسلام اباد سره د دې ډلې اړیکې «ماتې شوې» دي.

نوموړي د کډوالو د اېستلو په هکله د طالبانو د څپ څپانده هوډ په اړه وویل، چې دا ډله په کندهار او ننګرهار کې کډوال ځای پر ځای کوي او کېدای شي له پاکستان سره پر خپلو اړیکو له سره غور وکړي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button