سیمه ییز خبرونه

عوامي نېشنل پارټۍ۳۴ کلنه شوه

عوامي نېشنل پارټۍ۳۴ کلنه شوه د پښتونخوا عوامي نېشنل ګوند د جوړېدو ٣٤ کاله وشو ، دا پارټي٣٤ کاله وړاندې ستر پښتون سياستوال خان عبدالولي خان جوړ کړى وه،او نن دیاد ګوند ليډرانو کلیزه ښه جوش او جزبې سره ولمانځله،

د ای این پي ګوند مشران وايي، چې عوامي نېشنل ګوند د خدايي خدمتګار باچا خان د مبارزې يو تسلسل دى، باچا خان په ١٩١٠ کال کې د ازادې مدرسې له جوړولو سره خپله مبارزه سروع کړه، اول باچا خان د اصلاح افاغنه ټولنه، چې وروسته په ١٩٢٨ کال کې په خدايي خدمتګار غورځنګ بدله شوه. د پاکستان له منځ ته راتګ وروسته په ١٩٥٦ کال کې د نېشنل عوامي ګوند په نوم ګوندبنیاد کېښود چې په اويايمه لسيزه کې پاکستان په دغه ګوند پابندي ولګوله او د هغې نه بعد بيا په ١٩٨٦ کې خان عبدالولي خان عوامي نېشنل ګوند په نووم پیل کړ

پرون د جولاى په ٢٦مه نېټه د عوامي نېشنل ګوند ٣٤ کلن شو ، چې د عوامي نېشنل ګوند پلويانو نه يوازې دا چې دا ورځ په سوشل ميډيا کې ولمانځله بلکې، د پښتونخوا په هر کونج کې د دې ورځې په اړه غونډې هم وشوې.د عوامي نېشنل ګوند د پښتونخوا ايالت جنرل سکرتر سردار حسېن بابک په خپله يوه ويډيو کې ويلي دي، چې عوامي نېشنل ګوند د ټولو پښتنو دى او دا سور بېرغ د ټولو پښتنو دى. نوموړي زیاته کړه چې هر چا دا بېرغ نن لګولى دى، هغوى د هغه غورځنګ او مبارزې برخه دي، چې باچا خان په ١٩١٠ کال کې پيل کړى و او تر اوسه پورې دغه غورځنګ لا هم روان دۍ،

د دغه ګوندجنرل سکرتر ميا افتخار حسېن په خپل پېغام کې ويلي دي، چې د دوى ګوند مهم ګوند دۍ او په هر حالت کې يې مبارزه کړې ده او په مېدان کې ولاړ دي. هغه وويل چې يو وخت دوى ان په کوم ځاى کې خپل بېرغ هم نه شو لګولى او په ډېر سخت حالت کې و، خو د باچا خان پلويانو دا کاروان روان ساتلى دى او نن په هر ځاى کې سور بېرغ رپېږي.

دې نه علاوه د عوامي نېشنل ګوند د پښتونخوا مشر اېمل ولي خان وايي هم د عوامي نېشنل ګوند د ٣٤ کلونو پوره کېدو باندې خپلو پلويانو ته مبارکي ورکړې ده. نوموړي وویل چې دا ګوند په کراچۍ کې جوړ شوى و، چې بېلا بېل ګوندونه يو ځاى شوي و او دا ګوند جوړ شوى و.نوموړي وویل چې اوس وخت کې د پښتنو ټولو نه نږدې ګوند د عوامي نېشنل ګوند دۍ، باید او دا ځل انشالله اینده خکومت بیا د اي این پي دۍ،

هغه له خپلو پلويانو څخه غوښتنه کړې ده، چې نن ورځ دې داسې ولمانځي، چې په خپل کور، حجره، پلورنځي، موټر او هر ځاى چې ممکنه وي، دا سور بېرغ دې ولګوي. هغه وويل چې ټول پښتون وطن بايد په دې ورځ باندې سور شي. هغه همدا رنګه دا هم وويل، چې همداسې به د خلکو خدمت ته دوام ورکړي، لکه څنګه چې د دوى مشرانو د نورو عوامو خدمت کړۍ دۍ،

د یادونې وړ ده چې عامي نیشنل ګوند یو ډېر پیاوړۍ او د پښتنو لپاره مهم ګوند دۍ او په پښتونخوا کې دا واحد ګوند دۍ چې د پښتنو لپاره دولت کې اواز اوچتۍ نوباید پښتانه هم باید دويي ته ووټ یا رایه ورکړي ترڅو په پښتونخوا کې د دوي اواز نور هم په ښه توګه اوچت کړي ځکه دا یو داسې ګوند دۍ چې د پښتونخوا نه علاوه په مرکز کې هم پښتنو لپاره اواز اوچت کړۍ د کوم چې د پښټنو لپاره د فخر خبره ده،


امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button