غزني کې د خون کوتل سړک د جوړولو چارې نږدې نیمايي بشپړې شوې

غزني: د ټولګټو وزارت وایي، د خون کوتل سړک د جوړولو پروژه په چټکۍ روانه ده او تر اوسه یې نږدې نیمايي چارې بشپړې شوې دي.
د یاد وزارت ویاند، محمد اشرف حقشناس، په اېکس کې ویلي چې دا پروژه د ۶۳۲ میلیونه افغانیو په لګښت د خصوصي سکټور له لوري پلې کېږي او اوسمهال یې شاوخوا ۴۷ سلنه عملي کار بشپړ شوی دی.
د خون کوتل سړک تخنیکي ځانګړتیاوې
د معلوماتو له مخې، د خون کوتل سړک ۲۷.۸ کیلومتره اوږد او ۹ متره پلن دی چې د غزني ولایت اجرستان او مالستان ولسوالۍ د خون کوتل له لارې سره نښلوي.
په دې پروژه کې د ۱۵۳ لویو او کوچنیو پلګوټو، ۵۲۸۶ مترو استنادي دېوالونو او دوو واشونو جوړول هم شامل دي.
وزارت زیاتوي چې تر دې دمه د ۴۰ پلګوټو چارې بشپړې شوې، ۳۵ نور تر کار لاندې دي او د پاتې ۷۸ پلګوټو رغنیزې چارې به هم ژر پیل شي.
د خون کوتل سړک د سیمې لپاره اهمیت
د ټولګټو وزارت په وینا، د خون کوتل سړک د غزني له مهمو مواصلاتي پروژو څخه ګڼل کېږي. د دې سړک په بشپړېدو سره به د اجرستان او مالستان ولسوالیو ترڅنګ د دایکنډي او ارزګان ولایتونو د اوسېدونکو د تګ راتګ اسانتیاوې زیاتې، د سفر وخت به کم او د سوداګرۍ او اقتصادي فعالیتونو لپاره به هم غوره زمینه برابره شي.



