نړیوال خبرونه

غزني کې کور په کور نجونې خلکو ته د واکسین ګټې بیانوي

افغانستان کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ پروړاندې له پرله پسې مبارزې او په دې برخه کې له ګڼو لګښتونو نه وروسته لا هم دغه ناروغي په دې هېواد کې د کوچنیانو د قرباني کېدو لامل ګرځي.

د پولیو د ناروغي د زیاتېدو له ویرې اوس په ځینو ولایتونو کې نجونې په ډله ییزه توګه کور په کور ګرځي او د واکسینو د ګټو په اړه کورنیو ته معلومات ورکوي د پولیو ضد واکسینو سره مخالفتونو او ددې ناروغۍ د پراخېدو وېرې، د نجونو یوه ډله اړ کړې چې د خلکو دروازې وروټکوي ددې لپاره چې میندې او د کورنیو نور غړي د پولیو له واکسین سره اشنا کړي او د ګټو په اړه یې ورته ووایي.

دوی په لومړي قدم کې د یوې ۲۵ کلنې مور خدیجې، په قانع کولو بریالي کیږي.

نوموړې په دې ورستیو کې له مقر ولسوالۍ د غزني ښار ته راغلي.

له کمپایني نجونو سره له خبرو وروسته هغه وايي، راتلونکې کې به خامخا خپل ماشومان واکسین کړي.

خو یوه مور رحیمه بیا په واکسینو د کورنۍ د نارینه غړو له نه باوره سرټکوي. او وايي همدا لامل شوی چې ماشومان یې له واکسین محروم شي.

د پولیو د واکسین د ګټو پروګرام د غزني د عامي روغتیا د ریاست له لوري د یونیسف د موسسی په مالي مرسته پلی کیږي.

د غزني ولایت دعامي روغتیا ریاست د رسمي شمېرو له مخې په دغه ولایت کې له ۳۵۰ زره ماشومانو، یو برخه یې چې په لیرو کلیوالو سیمو کې اوسي، له واکسین نه پاته کیږي.

په غزني کې د واکسین د کمپاین مشر حفیظ نوري وايي، که څه هم د دغه ولایت د ماشومانو کره شمیره په واک کې نه شته خو له ډېرو هلو ځلو سره سره بیا هم ددغه ولایت ټول ماشومان نه دي واکسین شوي.

د افغانستان د عامی روغتیا وزارت وايي، په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د دغه هېواد په جنوبي حوزه کې د پولیو ۲۹ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

په همدې کال کې د هېواد په کچه تر دوه میلیون ډیر ماشومان چې عمرونه يي تر پینځه کلنۍ کښته و، د پولیوله واکسین نه محروم شول.

د افغانستان د عامي روغتیا د وزارت د پولیو د ورکاوي د پروګرام مشر میر جان راسخ وايي، د نورو لاملونه ترڅنګ دا چې په ګاونډي هېواد پاکستان کې هم د پولیو مثبتې پېښې شته، نو کېدای شي یو لامل یې هغه هېواد ته د افغانانو تګ راتګ وي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button