نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

غزه کې د جګړې له پیله تراوسه ۱۵خبریالان وژل شوي

پر غزه د اسراییل برید؛ تر اوسه په کې ۱۵ خبریالان وژل شوي

پر غزې تړانګې د اسراییلو برید کې له پیله تر اوسه ۱۵ خبریالان وژل شوي دي او نړیوالو ورباندې اندېښنه ښودلي

د خبریالانو د خوندیتوب نړیواله کمېټه وايي چې غزه کې د اسراییلي ځواکونو د بریدونو او نښتو له امله تر دې مهاله ۱۵ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي.

یاده کمېټه په خپل راپور کې کاږي چې د روانې اکتوبر میاشتې له اوومې تر دې مهاله غزه کې د نښتو له کبله ۱۵ خبریالان وژل شوي دي.

نور ولولئ: د اسراییلو پر وړاندې د طالبانو احتیاط؛ حقاني وايي، دوی له چا سره معامله نه ده کړې

په راپور کې راغلي چې د اکتوبر په لسمه د یادو خبریالانو له ډلې یې درې هغه مهال ووژل شول چې دې خبریالانو ته نږدې د اسراییلي ځواکونو له‌خوا په یوه هوايي برید کې یوه ودانۍ په نښه شوه.

دا خبریالان چېرته وژل شوي؟

دغه خبریالان یادې سیمې ته د یوې بلې ویجاړې شوې ودانۍ د ویډیو اخیستلو لپاره تللي وو. په راپور کې د نورو خبریالانو د وژنې او دا چې چېرته او کله وژل شوي، څه نه‌دي راغلي.

غزه کې یوه ازاد خبریال رکان عبدالرحمن الجزیري ته ویلي: «موږ نشو کولای د قتل عام ځای یا هغه ځایونه تر پوښښ لاندې راولو چې بمباري شوي او کېږي. ځکه وېره شته چې بل اسراییلي برید به ورته سیمه په نښه کړي. «هره ثانیه تاسو په خطر کې یاست. زموږ همکارانو د خپل ژوند قیمت ادا کړی لکه سعید الطویل، محمدسبحان او هشام النواجه.»

نور ولولئ: اسراییلو د غزې له شمال د ۱،۱ میلیونو خلکو د وتلو امر کړی

د خبریالانو د خوندیتوب کمېتې (CPJ) د معلوماتو له مخې، غزه کې د بریدونو او نښتو له کبله د رسنیزو فعالیتونو له امله د خبریالانو ژوند په ګواښ کې دی.

په غزه کې ژوند سخت شوی

د حماس او اسراییلو تر منځ له جګړې وروسته په غزه کې د خلکو ژوند سخت شوی او نړیوال بنسټونه وايي چې کېدای شي دا حالت په یوه نه جبرانېدونکي ناورین واوړي.

په ورته مهال غزه کې د نښتو او اسراییلي ځواکونو د هوايي بریدونو له امله د برښنا او انټرنټ ستنې ویجاړې شوي او خبریالان د خبري پوښښ برخه کې له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

ځینو خبریالانو الجزیرې ته ویلي چې د خپلو رسنیزو فعالیتونو او خبرونو خپرولو لپاره غزه کې له یوه روغتون خپل فعالیتونه مخته وړي. د دوی په وینا، روغتونونو کې تر یوه بریده د جنراټور پر مټ برښنا شتون لري چې دوی هم ترې استفاده کوي.

پر دې سربېره نړیوالو خیره بنسټونو ته هم اجازه نه ورکول کېږي چې غزه کې جنګ ځپلو سیمو ته مرستې ورسوي او د خلکو ژوند وژغوري.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button