غونډو کې د ښځو نه ګډون له نیوکو سره مخ دی
د افغانستان په تړاو غونډو کې د ښځو نه ګډون له ګڼو نیوکو سره مخ شوی دی
په هېواد کې ځينې ښځې له هغه څه چې د افغانستان په تړاو غونډو کې د ښځو د استازو نشتون یې ګڼي، نیوکه کوي.
دوی وايي په هغو غونډو کې چې د افغانستان په هکله وي باید د ښځو استازې حضور ولري.
حمیرا فرهنګیار هغه ښځه ده چې لوړې زده کړې یې کړي او څو لسیزې یې د بشري حقونو او د ښځو د حقونو په برخه کې فعالیت کړی دی.
نور ولولئ: ګوتریش: په افغانستان کې ښځې له عمومي ژوند څخه محرومې شوې دي
دا وایي، چې دې ته اندېښمنه ده چې د افغانستان په تړاو غونډو کې ښځو ته د ګډون بلنه نه ورکول کېږي.
مېرمن فرهنګیار د افغانستان په تړاو غونډو کې د ښځو د استازو شتون مهم بولي.
د ښځو اساسي درد ته رسده ګي نه کېږي
د ښځو د حقونو فعاله حمیرا فرهنگ یار وايي:«هغه ښځې چې په افغانستان کې دي، دوی ته باید په دغو غونډو کې بلنه ورکړل شي؛ ځکه د افغانستان د ښځو اساسي درد نن همدغه ښځې چې د ښځو د حقونو لپاره کار کوي، د هغو پرتله چې له هېواده بهر دي ښه احساس وي.»
دغه مېرمن د افغان ښځو په تړاو د نورو هېوادونو د استازو فعالیت هم ګټور نه ګڼي.
حمیرا فرهنگیار زیاتوي:«نه یوازې مېرمن امیري، بلکې هېڅ مرجعې تراوسه نه دي توانېدلي هغه امتیازونه او هغه حضور چې ښځو په افغانستان کې له لاسه ورکړی، یوځل بیا د افغانستان ښځو لپاره ګټور پرېوځي.»
د بشري حقوقو د څار بنسټ ورته نیوکه لري
بل خوا، د بشري حقونو د څار بنسټ وایي چې په کنفرانسونو کې باید د افغان ښځو او نجونو مسایلو ته لومړیتوب ورکړل شي.
نور ولولئ: د سینګارتونونو تړل به ۶۰ زره ښځې بې روزګاره کړي
د بشري حقونو د څاربنسټ د ښځو څانګې مرستیاله هیدر بار وايي:«لکه څنګه چې پوهېږو، رینا امیري او ټام وېسټ به د امریکا متحده ایالتونو د استازو په توګه له طالبانو سره وګوري. دا په بېړنۍ توګه مهمه ده چې بشري حقونه د دغو بحثونو په سر کې وي، د بشري حقونو ډېر اوږد لیست دی چې باید پرې بحث وشي، خو تر ټولو مهمه خبره د ښځو او نجونو حقونو ته لومړیتوب ورکول دي. ورځ په ورځ د طالبانو له خوا د ښځو ځپل او پر هغوی بندیزونه ډېر او ژور کېږي. په دې وروستیو کې د طالبانو له لوري د ښځو د سینګارتونونو تړل، د دغو محدودیتونو یوه بېلګه ده.»
بل خوا، د اسلامي امارت ویاند وایي چې د افغانستان په تړاو په عمومي غونډو کې د ښځو د استازو حضور د اسلامي قوانینو په پام کې نیولو سره، هېڅ ستونزه نهلري.
دا په داسې حال کې ده چې له ښځو ګڼ حقوق اخیستل شوي او له ستونزو سره مخامخ دي.



