هنر او ادب

غيبت؛ د ټولنې لپاره له زیانه ډک ټولنیز زیانونه لري

غیبت په ټولنه کې ډېر ناوړه دود دی او له ځان سره ډېر زیانونه لري

د کوم مورخ په کتاب کې مې لوستي وو، چې له حيوان سره د انسان توپير دا دى، چې انسان غيبت کولاى شي. د نوموړي موخه دا وه، چې انسان په غياب کې يو څه يا څوک وريادولاى شي؛ خو که د افرادو پر غيبت سروې وشي، ممکن افغانان پکې لومړى مقام وګټي.

ارواپوهنه وايي: خلک د نورو په اړه له خبرو خوند اخلي. کوم کسان چې غيبت کوي، د حقارت احساس د برترۍ په احساس بدلول غواړي. دوى په سترس اخته وي، چې که غيبت ترې ډېر شي، بايد يوه رواني ډاکټر ته ورشي.

نور ولولئ: د ژوند په معنا پوهېدلو لپاره بېلابېل نظرونه

غيبت د افغانانو په يوه داسې مرض اوښتى، چې هر کور پرې سينګار دى او آن له کورونو يې دفترونو ته هم سرايت کړى. په دفترونو کې داسې مامورين او همکاران نادر پيدا کېږي، چې د بل همکار په غيبت دې يې خوله نه ښوري. آن د مکتبونو او پوهنتونونو استادان چې خلک فکر کوي، چې ترمنځ به يې تل پر علمي موضوعاتو بحثونه روان وي، له غيبته نه وزګارېږي، چې پر علم بحث وکړي.

غيبت د افغانانو يوه خوږه بوختيا ده، چې ساعتونه ساعتونه پرې بوخت وي او که د اوونۍ په کچ يې وګورو، نو داسې ورځ نشئ موندلاى، چې بې غيبته وي.

لټ خلک د نورو له غیبت خوند اخلي

موږ چې لټ خلک يو، د بل له غيبت نه خوند اخلو، ځکه چې د هغه سويه او اخلاق پکې تر ما ټيټېږي او زه فکر کوم، چې تر هغه غوره يم او دې دروغجن ډاډ ته زه د نشه يي غوندې بيا بيا اړ کېږم او بيا بيا بايد د هغه چا په اړه ناسمه خوله وخوځوم، چې ناشعوري يې تر ځان غوره بولم.

زموږ د غيبتونو لويه برخه منفي ګرايي وي. داسې کم پېښېږي، چې د چا په اړه دې مثبته خبره هم پکې وکړو او يوه نيمه خبره مثبته هم په دې خاطر وي، چې مخاطب ته وښيو، چې انتقاد مې پر انصاف مبني دى، ځان ته هم دا ډاډ ورکوو، چې دروغ نه وايم؛ خو که ځير شو، دا د هغه شخص په اړه د غيبتي زاويه ده او دى غواړي ، چې دا خپل چوکاټ او غوښتنه پر هغه تحميل کړي، خو دې ته يې پام نه وي، چې هغه خداى له ده نه مختلف پيدا کړى دى.

نور ولولئ: د بالیووډ رښتینی ژوند؛ شارخ خان څنګه مین شو؟

ناورين هله پيل شي، چې غيبت کوونکى خپلې خبرې ټولنيز واقعيت وبولي او پر خپلو دروغو د رښتياوو ګومان وکړي.

موږ چې غيبتونه کوو، دا خبره مو هېره کړې ده، چې هر شخص زما غوندې نشي کېداى او نه زه د اخلاقي معيارونو محور يم، چې هر څوک بايد پر دې محور وڅرخي.

ځینې ثابت او ټولنیز معیارونه

موږ فکر کوو، چې ځينې ثابت او ټوليز معيارونه شته، چې موږ يې پر بنسټ د يوه چا په اړه قضاوت کولاى شو؛ خو دا مو نه دي په ياد چې دا معيارونه د بين فردي اړيکو او شرايطو تابع دي او د يوه فرد پر چلن کلي قضاوت له نيمګړتياوو خالي نه وي.

په غيبت کې موږ د يوه فرد يو عمل له خپلو قراينو راباسو، چې په اړه يې راته قضاوت اسانه شي، سره له دې چې ممکن د هغه کس هغه عمل د خپلو شرايطو له مخې سم وي، چې موږ د خپل غيبت په دوړو کې ورک کړى دى.

څرنګه چې زموږ زياتره غيبتونه د واقعيتونو پر ځاى زموږ د خپلو رخو، بدبينيو او کمترۍ د احساس زېږنده وي، نو مبالغه پکې ډېره وي. بيا که مخاطب هم پکې له غيبتي سره غاړه يوسي، نو غيبتي مطمين شي، چې زما خبرې سل په سلو کې سمې دي او زه کوم بد کار نه کوم، بيا نو په وحشتناک شکل د هغه غريب د شخصيت غوښې راپرې کوي او اومې اومې يې په خوله ننباسي. تېره اوونۍ مې د يوه چا په اړه چې په ظاهره ښه ملګري دي، د يوه ملګري له خولې واورېدل، چې پلانى به ښه استعداد لري، خو ټکى شخصيت نه لري. ما ويل، شخصيت څه ته وايي، چې هغه يې نه لري؟ ده چې د شخصيت کومه خاکه راته جوړه کړه، دى پخپله ترې په سوونو کيلو متره لرې و. د يوه مشهور شاعر په اړه راته يو چا ويل چې دا خلک يې هسې دومره ستاينې کوم، يو شعر يې ما داسې و نه موند، چې په شاعرۍ برابر وي، ما ورته له شرمه ونشو ويلاى،چې  ممکن نورو پکې هغه څه ليدلي وي، چې ستا سترګې يې له ليده قاصره دي، ګنې دا څنګه ممکنه ده، چې په دومره شاعرۍ کې دې يو شعر هم و نه موندل شي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button