نړیوال خبرونه

فاروق وردګ: درې رنګه بېرغ ماته او ۴۰ میلیونه انسانانو ته ډوډۍ نه ورکوي

د افغانستان پخوانی وزیر چې تازه هېواد ته راستون شوی دی

د افغانستان یو پخوانی وزیر فاروق وردګ چې اوس هېواد ته بېرته راستون شوی دی، د نورو کارونو ترڅنګ يې په درې ملي بېرغ پسې هم خوله خلاصه کړې ده.

د ولسمشر حامد کرزي په حکومت کې د پوهنې وزیر

فاروق وردګ چې د حامد کرزي په حکومت کې د معارف وزیر و، د خیالي مکتبونو جوړولو او فساد له امله يې خلک پېژني چې پراخ فساد يې ترسره کړی او په افغانستان او بهر کې يې د فساد په پېسو ډېر څه اخیستي.

د یو خصوصي ټلیوزیون سره د فاروق وردګ د مرکې یوه کوچنۍ ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي، چې هغه پکې د درې رنګه ملي بېرغ په اړه لګیا دی.

نور یی ولوله| د ډاکټر سلیمه افغان کیسه: سلیمه افغان د کومو کړاونو وروسته ډاکټره شوه؟

نور یی ولوله| د متحده عربي امارتو ولسمشر د افغانستان زلزله ځپونکو لپاره بېړنې مرستې اعلان کړې

ویاند د درې رنګه ملي بېرغ خبره کوي او فاروق وردګ ډېر په غصه کې ځواب ورکوي، چې دغه بېرغ ماته ډوډۍ نه راکوي، دغه بېرغ ۴۰ میلیونه انسانانو ته ډوډۍ نه ورکوي.

د یادولو ده، چې همدغه فاروق وردګ چې په جمهوریت کې وزیر و، نو همدغه بېرغ ډوډۍ هم ورکوله، همدغه بېرغ تر لاندې يې د بېوزله افغانانو حق هم خوړ، فساد يې هم کاوه، شتمنۍ يې هم جوړولې.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button