فرانسه کې د طوفان له امله د مړو شمېر ۱۰۰۰ تنه تنه شو
فرانسوي چارواکي په مایوت ټاپو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۰۰۰ تنه ښيي
یوه ورځ وروسته له هغې چې د “شیدو” توپان په مایوت ټاپو کې پېښ شو، د فرانسې له خاورې زرګونه کیلومتره لیرې د دغه هیواد په دې مربوطه سیمه کې د پاکارۍ عملیات پیل شول.
د فرانسې د هوا پېژندنې ادارې د راپور پر بنسټ، دا ځواکمن توپان چې د شنبې په ورځ په مایوت کې راغی او په ساعت کې تر ۲۲۰ کیلومترو تېز بادونه یې لرل، د خلکو د مړینې او د پام وړ مالي زیانونو سبب شو.
دغه طوفان او د هند سمندر
د فرانسې د کورنیو چارو وزارت ویلي چې په مایوت کې چې تر ۳۰۰ زره ډېر نفوس لري، د وژل شویو او ټپيانو کره شمېر معلومول، ستونزمن دي. خو دوی اټکل کوي چې شاوخوا ۱۰۰۰ تنه به مړه شوي وي.
د مایوت والي، فرانسوا خاویر بیوویل، د یکشنبې په سهار په یوه سیمهییز تلویزیوني چینل کې وویل: «زه فکر کوم څو سوه کسان مړه شوي دي، او کېدای شي شمېر یې تر زرو پورې ورسېږي.»
نور ولولئ: اسپانیا کې اورلګېدنه؛ زرګونو خلکو خپلې سیمې پریښي
د مایوت یوه روغتون راپور ورکړی چې د ۲۴۶ ټپیانو درملنه شوې، چې د هغوی د ۹ کسانو حالت جدي دی.
د شیدو توپان د هند سمندر د جنوب ختیځ له لارې تېر شو او کومور او ماداګاسکار (مدغاسکر) ته نژدې ټاپوګان یې هم اغېزمن کړل.
ورغلي ژغورنکي ټیمونه
مسوولانو ویلي چې مایوت د توپان په مستقیم مسیر کې و او د شنبې په ورځ یې ډېر زیانونه وګالل. د هغوی په وینا، دا توپان په تېرو شاوخوا سلو کلونو کې تر ټولو سخت توپان و.
د فرانسې د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې ۱۶۰۰ پولیس او ژاندارم ځواکونه یې دې سیمې ته لېږلي چې له خلکو سره مرسته وکړي او د احتمالي لوټمارۍ مخه ونیسي.
نور ولولئ: کاناډا د ځنګلونو له اور سره د مقابلې په برخه کي مرسته غوښتې
همداراز، فرانسه دې ټاپو ته د پوځي الوتکو له لارې مرستې استولې دي.
دا ټاپو د هند په سمندرکې موقعیت لري، مساحت یې ۳۷۴ کیلومتر مربع له فرانسې ۷۸۳۷ کیلومتره لېرې دی. فرانسه د مایوت په شان له خپلې خاورې ډېر لیري په سمندرونو کې ۱۸ نورې سیمې یا ټوپوګان لري.