سات تيري

فرزانه ناز: خپل ژوند کې د نوي پړاو پیلولو ته چمتووالی لرم

فرزانه ناز: خپل ژوند کې د نوي پړاو پیلولو ته چمتووالی لرم. د هېواد مشهوره سندرغاړې فرزانه ناز چې په هند کې مېشته ده او له سندرو وروسته یې هلته اداکاري هم پیل کړې ده، د ژوند د نوي پړاو پیلولو په اړه یې معلومات هم ورکړی دي.

نوموړې له ډېر وخت راهیسې په متحده عربي اماراتو کې وه، چې له هغه وروسته بیا هند ته لاړه او اوس د هند په ممبۍ کې مېشته ده.فرزانه ناز په خپل انسټاګرام اکاونټ کې ځينې تازه عکسونه خپاره کړي دي، چې په سپینو هندي ډوله کالیو کې پکې لیدل کېږي. دا عکسونه نوموړې ۴ ساعته مخکې خپاره کړي دي.

هغې له دې عکسونو سره لیکلي دي، چې هغه په فزیکي، دماغي او احساساتي ډول باندې دې ته چمتو ده چې د خپل ژوند نوي پړاو ته داخله شي. هغه وايي چې زه ښه تګ لپاره تیاره یم.نوموړی د ښه سندرغاړې تر څنګ یوه ښیسته نجلی هم ده نومړی چې کله افغانی کالی واغوندي نو نوره هم ښایسته ښکاري.

20210602 195633

اوس دا معلومه هم نده او نه ېې څه ویلي، چې هغه د ژوند کوم نوي پړاو ته داخلېږي، ایا واده کوي او که په کوم فلم یا سریال کې کار کوي، چې له دې سره د خپل ژوند نوی پړاو پیلوي نوموړې لا هم د مجردانو لست کې دهاو واده ېېندی کړی.

د یادولو وړ ده چې نوموړې د افغانستان تاریخ او هنر لپاره ډېرې سندرې ویلي دی هغه هر وخت چې نوی البم ریلیز کوي نو د فارسي په پرتله پښتو سدرې پکې ډېرې وي.هغه خر وخت هڅه کوي چې خپلې ژبې لپاره کار وکړي تر څو ټول خلک د هیواد تاریخ او کلتور څخه خبر شي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button