ځایی

فریاب کې درې تنه د طالبانو له‌خوا په عام محضر کې په دُرو ووهل شول

د طالبانو تر کنټرول لاندې ستره محکمه وايي، فریاب کې یې درې تنه د نامشروع اړیکو په تور په دُرو وهلي دي

هاخوا ملګرو ملتونو، بشر حقونو سازمان او نورو نړیوالو بنسټونو بار، بار په افغانستان کې د طالبانو له لوري په عام محضر کې خلکو ته په سزا ورکولو غبرګونونه ښودلي، خو طالبان بیا وايي، چې دوی یوازې د اسلامي شریعت احکامو پلي کولو ته ژمن دي.

تازه د طالبانو سترې محکمې د خبر له مخې؛ د فاریاب په دولت اباد ولسوالۍ کې یې درې تنه د يوې ښځې سره د «نامشروع اړيکو او له کوره د تېښتې» په تور په عام محضر کې په درو وهلي دي.

متهمینو ته ورکړل شوي سزاګانې

دغې محکمې په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې یوه ته ۳۹ درو او دوو نورو ته ۳۰ درو سزا ورکړل شوې ده.

gkelueawaaawt3a

د سترې محکمې د خبرپاڼې له مخې؛ دغو کسانو ته په عام محضر کې د وهلو سربېره یو په درې نیم کاله بند او دوه نور هر یو په یو کال او یوه میاشت بند محکوم شول.

نور ولولئ:  طالبانو په پکتیا کې پنځه تنه عام محضر کې په درو وهلي

نور ولولئ: په غزني کې د طالبانو له لوري د دوو کسانو اعدامېدل

نور ولولئ:  د طالبانو د اعدامونو لړۍ؛ جوزجان کې بل کس اعدامېږي

د طالبانو سترې محکمې د یکشنبې په ورځ د (وري۱۲مه) په خپله خبرپاڼه کې لیکلي، چې د دولت اباد ولسوالۍ د ښاري ابتدايه محکمې درې تنه د « يوې ښځې سره د نامشروع اړيکو او له کور څخه د تېښتې» په تور په عام محضر کې په درو وهلي او هم يې په بند محکوم کړي دي. طالبانو د دغو کسانو د هويت په اړه څه نه دي ويلي.

په خوست ولایت کې د جزا عملي کول

د طالبانو د سترې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي، چې تورن کسان د فاریاب ولایت د استیناف محکمې د عمومي رییس عبدالوهاب زاهد، قاضیانو، نظامي او ملکي چارواکو او د طالبانو د یو شمېر خلکو په حضور کې په عام محضر کې په درو ووهل شول.

د طالبانو سترې محکمې په یوې بلې خبرپاڼه کې ويلي، چې د یکشنبې په ورځ د (وري ۱۲مه) یې په خوست ولایت کې هم شپږ تنه د «فریب کارۍ» په تور په عام محضر کې ۳۹ درو وهلي.

په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له راتګ وروسته د جسمي سزاګانو لکه په درو وهل، د لاسونو پرې کول او اعدامونه بیا پیل شوي او طالبان وایي، چې د «اسلامي شریعت قانون» پلي کوي.

طالبانو په نورو ولایتونو کې هم د ورته سزاګانو د پلي کولو خبر ورکړی دی.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button