نړیوال خبرونه

فوزیه کوفي: افغانستان کې د راتلونکي نظام په اړه سیاسی اجماع نشته

فوزیه کوفي: افغانستان کې د راتلونکي نظام په اړه سیاسی اجماع نشته دطالبانو سره د افغانستان د حکومت او نورو سیاسي جهتونو د مذاکراتي ټیم یوه غړي فوزیه کوفي ویلي، په افغانستان کې د راتلونکي سیاسی نظام په اړه یو نظر نشته.

اغلې کوفي ویلي چې د افغان حکومت مذاکراتي ټیم به د راتلونکي حکومت په اړه د مشورو اخیستلو وروسته دوحې ته سفر وکړي خو په وینا یې په دې اړه تر اوسه هم په کابل کې یوه اجماع نشته چې د سولې په پایله کې راتلونکی حکومت به څرنګه وي.باید وویل شي چې د طالبانو مذاکراتي ټیم تل ټینګار کړی چې دوی د افغانستان د خلکو د ارمان او ۴۰ کلنې مبارزې سره سم په هیواد کې اسلامي او ملي نظام غواړي چې د بهرنیو له مداخلې پرته او د افغانانو په خوښه جوړ شوی وي.

خو د افغان حکومت ټیم بیا ټینګار لري چې پر افغانستان د امریکا د یرغل په نتیجه کې را منځته شوی جمهوري نظام باید په هر صورت خوندي کړل شي او طالبان په دغه نظام کې مدغم کړل شي.د طالبانو ویاند ډاکټر محمد نعیم د رسنیو سره په مرکو کې له خپله اړخه اطمینان ښودلی چې دوی د جنوري پر پنځمه نیټه د خپلې کړي وعدې سره سم مذاکراتو ته چمتو دي.

خپلكارى مسوده
خپلكارى مسوده

او هلته به ټول هغه موضوعات تر بحث لاندي نیول کیږي چې په لومړي پړاو کې تبادله شوي او د مشورو لپاره دواړو اړخونو خپل مشرانو ته وړي دي.د نوموړي په وینا د اسلامي امارت د مذاکراتي ټيم د اجنډا موضوعات د هېواد د خپلواکئ او راتلونکي اسلامي نظام په اړه دي او نور تفصیل به یې د مذاکراتو په جریان کې د مقابل اړخ سره شریک کړل شي.

هېره دې نه وي چې طالبان اکثره په مزاکراتو کې په اسلامي نظام ټينګار کوي. او وایي باید هیڅوک د اسلامي نظام ممانعت ونکړي دويي هر ځل د مزاکراتو په اجنډا کې اسلامي نظام په اړه بحث ته خاص ځای ورکړی.طالبان هر ځل په خپلو خبرو کې ویلی چې یو داسې اسلامی نظام به ولرو چې هغې د ټولو افغانانو حقوق خوندي وي.

عالم زيب

دعالم زیب د افغانستان یو مشهور سوداګر او عامه شخصیت دی. هغه د نړیوالو سیاسي چارو په اړه د خپلو نظریاتو، د هغه د خیریه فعالیتونو، او د سولې د ودې لپاره د هغه د هڅو لپاره مشهور دی.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button