قریشي او بلینکن:د افغان سولې لپاره باید په ګډه هڅه او کوششونه وشي

قریشي او بلینکن:د افغان سولې لپاره باید په ګډه هڅه او کوششونه وشي.د امريکا متحده ايالتونو د بهرنيو چارو وزير انټوني بلينکن له خپل پاکستاني سيال شاه محمود قريشي سره د ټيليفوني خبرو پر مهال د افغانستان سولې او راتلونکي په اړه په ګډو هڅو ټينګار کړی دی.
د متحده االاتو د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې واشنګټن ته د کابل حکومت د مشر اشرف غني او د ملي مصالحې عالي شورا د مشر عبدالله عبدالله له سفر وروسته د سولې خبرو د چټکېدو په اړه واشنګټن او اسلام اباد په ګډو هڅو ټينګار کړی دی.د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د دې ټيليفوني اړيکې په اړه وايي، چې شاه محمود قريشي له خپل امريکايي سيال سره د خبرو پر مهال ويلي، د افغانستان سولې لپاره بايد امريکا او نړيواله ټولنه په ګډه کار وکړي

او هيله يې ښکاره کړې، چې د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته باید د سولې خبرې يوې ښې پایلې ته ورسيږي.شاه محمود قريشي انټوني بلينکن ته ويلي، چې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره بايد افغان مشران، د سيمې او نړۍ دولتونه په ګډه داسې هڅې وکړي، چې د افغانستان اوږدمهالي بحران لپاره تلپاتې حل راوباسي او هلته يو جامع ټولمنلی حکومت رامنځته شي.
تر دې مښکې د جمعې په ورځ سهار ښاغلي قريشي د پاکستان د مشرانو جرګې «سنا» ته د معلوماتو ورکولو پر مهال ويلي و، چې ټولې نړۍ د لومړي وزير عمران خان هغه دريځ منلی، چې د افغانستان کړکېچ له پوځي لارې نه شي حل کېدای او بايد سولهييز حل ورته ولټول شي.
نوموړي زياته کړې، که په افغانستان کې وضعيت د نويمو کلونو په څېر ترينګلی شي، نو د پاکستان په ستونزو کې به هم زياتوالی راشي او لکونو نور کډوال به پاکستان ته لاړ شي.د ښاغلي قريشي په وينا دوی هڅه کوي، چې خپلې پولې ټينګې کړي او د کډوالو د راتلو په صورت کې دوی د ایران په څېر تعامل باندې هم فکر کوي، چې له مهاجرو سره يې کوي او زياته کړې يې ده، چې دوی له پخوانيو تېروتنو عبرت اخيستی دی.