قزاقستان کې د طالبانو شارژدافیر د CARICC له رئیس سره وکتل

قزاقستان کې د طالبانو شارژدافیر مفتي محمدالرحمن د نشهیي توکو او ناقانونه قاچاق پر وړاندې د مبارزې لپاره د مرکزي اسیا د سیمهییز مرکز (CARICC) له رئیس محمود حمیدوف سره کتلي دي.
د طالبانو حکومت سفارت په خپله ایکس پاڼه کې ویلي، چې په دې لیدنه کې د افغانستان د غړیتوب د بېرته فعالېدو او د نشهیي توکو د قاچاق د مخنیوي په اړه خبرې شوې دي.
د CARICC غړیتوب او د نشهیي توکو پر وړاندې مبارزه
قزاقستان کې د طالبانو شارژدافیر او د CARICC رئیس د افغانستان د غړیتوب د بېرته فعالېدو په اړه هم خبرې کړې دي.
دواړو لورو د نشهیي توکو د قاچاق د مخنیوي او د افغانستان پر پولو د کنټرول د پیاوړتیا لپاره د روزنیزو پروګرامونو پر همغږۍ او پراختیا بحث کړی دی.
قزاقستان کې د طالبانو شارژدافیر په داسې حال کې له دغه سیمهییز مرکز سره د افغانستان د غړیتوب موضوع مطرح کړې چې CARICC د مرکزي اسیا د هېوادونو ترمنځ د نشهیي توکو او ناقانونه قاچاق پر وړاندې د ګډې مبارزې په برخه کې فعالیت کوي.
په لیدنه کې افغان چارواکو هم ګډون کړی
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په الماتا کې د طالبانو حکومت سرپرست جنرال قونسل محمد نعیم نعمان او سوداګریزه اتشه وحیدالله عمري هم په دې لیدنه کې ګډون کړی دی.
قزاقستان کې د طالبانو شارژدافیر او د CARICC رئیس په دې کتنه کې د ګډو موضوعاتو ترڅنګ د روزنې، د پولو د کنټرول او د نشهیي توکو د قاچاق د مخنیوي پر همکارۍ خبرې کړې دي.



