نړیوال خبرونه

قومي مشران:دولت باید زمونږ امنیت لپاره اقدامات وکړي

قومي مشران:دولت باید زمونږ امنیت لپاره اقدامات وکړي دننګرهار ولایت د غني خیلو ولسوالۍ قومي مشرانو لاریون وکړ او دولت ته یې خبرداری ورکړ چې که په ولسوالۍ کې امنیت ښه نه شو نو دوی به خپله وسلې ته لاس کړي او د ځان د امنيت لپاره ګوټلي اقدامات وکړي.

دغه مشران تور پوري کړ چې د ولسوالۍ امنيتي چارواکي په قاچاق او ورانکارۍ کې لاس لري.دا د ننګرهار د غني خیلو ولسوالۍ قومي مشران او د تورخم – جلال اباد په لویه لاره د مارکو بازار سوداګر دي چې د لاریون لپاره ولایتي شورا ته راغلي دي. دوی وايي هدفي وژنې ، لوټمارۍ او ډيري ځورونې تر سره شوي دي.
په مارکو بازار کې د پیسو د بدلولو( صرافانو) مشر وايي چې په مارکو بازار کې هره ورځ ځينې غله د دولتي یونیفورم او نومونو په کارولو سره طرافان لوټي اونوری غلا هم ترینه کوی.

دويي وايي چې د غني خېلو ولسوالۍ له شپږو میاشتو راپدیخوا د پولیسو امنيه قومندان نه لري او په ولسږالۍ کې د امنيت چاري ټیټ پوړي پوليس افسران فعالیت کوي. دوی وايي په ولسوالۍ کې ځینې خلک په رشوت او بډو کې دخیل دي او ولسوال یې بې کفایته دی. دوی خبرداری ورکړ چې که د حکومت بې پروايي همداسې دوام وکړي ، نو وسلې به پورته کړي.

بلخوا بيا د ننگرهارد والي ویاندعطاالله خوګیاڼړي تایید کړه چې په شینوارو کې ناامني زیاته شوې ده. هغه وویل چې د سولې د خبرو له پیل راهیسې ، طالبان په مختلف ډولونو خپل تاوتریخوالی ته زور ورکړی ترڅو په حکومت فشار راوړي.او د هغويي غوښتنې ومني خو که چېرې د دويي غوښتنې ونه منل شي نو داسې تاوتریخوالی به لا هم دوام وکړي او اوربند ته به هم لارې بندې شي.

د یادونې وړ ده چې د غني خيلو قومي مشران له هغه وروسته لاريون کوي او حکومت ته ګواښ کوي چې د تيرې شنبې په ورځ ددې ولسوالۍ د غني خيلو په ولسوالۍ درنه چاودنه وکړه. چې تر ۵۰ زيات کسان پکې شهيد او ژوبل شول.د شینوارو د قومي مشرانو نه پرته نورو کسانوهم په سوشل ميډیا کې ویلي چې دا ډول کړنې مونږ ته د منلو وړ ندي او دولت په دې اړه سم تصمیم ونیسي.

قومي مشران:دولت باید زمونږ امنیت لپاره اقدامات وکړي
قومي مشران:دولت باید زمونږ امنیت لپاره اقدامات وکړي

ځینو د سوشل ميډیا انفلوینسرانو هم ویلي چې دا واقعه باید په سمه توګه وڅېړل شي تر څو په اینده کې ددا ډول کړنو نه مخنیوی وشي او افغانستان کې په ځانګړي ډول په ننګرهار کې د امن تضمین وشي.اوس باید دولت د دويي غوښتنې اومني او ننګرهار کې د امنیت ټينګښت لپاره ځانګړي اقدامات وکړي. او د ننګرهاریانو ژوند وژغوري.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button