ځاییکورني خبرونه

لاهه کې د طالبانو د استازي د کار ځنډولو غوښتنه

له هالنډه غوښتل شوي چې په لاهه کې د طالبانو د استازي کار وځنډوي

د پخواني حکومت ډیپلوماټانو له هالنډ حکومته غوښتي، چې لاهه کې د طالبانو د استازي کار وځنډوي

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ډیپلوماتانو ټولنې له هالنډ غوښتي، چې په لاهه کې د افغانستان په سفارت کې د «طالبانو د استازي» د فعالیت د درولو لپاره لازم ګامونه واخلي.

نور ولولئ: ایران په تهران کې د افغان سفارت په رهبرۍ کې بدلونونه تایید کړل

دغې ټولنې ویلي، چې د طالبانو استازی کولای شي له ډیپلوماټیک خوندیتوب څخه په ګټې اخیستنې افراطیت خپور کړي.

هالنډ کې د افغانستان له سفیر ویره

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ډیپلوماتانو د ټولنې غړو د جمعې په ورځ د (تلې په ۱۴مه) د هالنډ د بهرنیو چارو وزیر ته په یوه لیک کې لیکلي چې، په لاهه کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت سفیر محمد اصف رحیمي په کابل کې د طالبانو رژیم ته په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې خپله وفاداري اعلان کړه.

نور ولولئ: له هېوادونو سره د اړیکو ښه والي په پاره اسلام اباد کې د افغانستان سفارت هڅې

په دغه لیک کې ویل شوي، په داسې حال کې چې د طالبانو رژیم د هالنډ یا د نړۍ کوم بل هېواد له‌خوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی؛ نو د ښاغلي رحیمي دغه کړنه «له نړۍوالو قوانینو او نورمونو سره په ټکر کې ده».

په هالنډ کې د افغانستان سفارت د (تلې په ۱۱ مه) اعلان وکړ، چې په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزارت سره “تعامل” لري.

دغه خبرپاڼه تر خپرېدو څو شېبې وروسته، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند بیا ځلې خپره کړه.

دغه سفارت د طالبانو له بهرنیو چارو وزارت مالي ملاتړ غواړي

د دغې خبرپاڼې له خپرېدو وروسته د افغانستان انټرنېشنل سرچینو ویلي، چې په هالنډ کې د افغانستان د پخواني حکومت سفیر محمد اصف رحیمي له ډېرې مودې راهیسې له طالبانو سره په تماس کې و، چې په دې توګه په افغان سفارت کې خپل مقام وساتي.

په هالنډ کې د افغان حکومت پخواني سفیر محمد اصف رحیمي هم له افغانستان انټرنېشنل سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سفارت د لګښتونو د لېږد مسوولیت لري؛ خو دا کار یې تراوسه نه دی کړی.

ښاغلي رحیمي وویل، چې په تېرو دوو کلونو کې یې له کابل څخه هېڅ امر، پیسې، تنخوا او مصرف نه دي ترلاسه کړي.

په لاهه کې د افغانستان سفارت له‌خوا د خپرې شوې خبرپاڼې په اړه تر اوسه د هالنډ حکومت غبرګون نه دی ښودلی.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button