ستاسې اند او نظر

لس څیزونه هره ورځ سهار خپل ځان ته ووایه

په ورځ کې سهار وخت مهم ګڼړل کيږي  که له کیڼ اړخ څخه را ویښ شئ، نو کولای شئ ډاډه شئ، چې یوه بده ورځ ستاسو په تمه ده، خو برعکس؛ که سم پیل ولرئ، نو کولای شئ په دوام یې ښه ورځ ولرئ. له ښه خوړنیز رژیم او ښو سندرو څخه پرته، نور څیزونه هم شته، چې کولای شي له تاسو سره د ښې ورځې په لرلو کې مرسته وکړي. اوس یې وخت را رسېدلی دی، چې هره ورځ سهار دا لس څیزونه خپل ځان ته ووایئ، ترڅو ښه پیل ولرئ.

نن د محشر ورځ ده

هرڅوک له نوي څیز سره مینه لري، دا ژمنه یو نوی پیل دی، چې موږ ته خوشبیني راکوي او دغه راز موږ ته د دې یادونه کوي، چې مهمه نه ده، مخکې اوضاع څومره بده وه، ځکه چې تېر، تېر شوی دی او اوس یې وخت را رسېدلی دی، چې مخ پر وړاندې حرکت وکړئ او هغه نوي فرصتونه، چې ستاسو په لور را روان دي، وې منئ.

کولای شم، هر هغه څه چې غواړم واوسم

دا یانې روحیه، موږ ټول خپل خوبونه لرو، خو ټولو ته یې نه رسېږو، ولې؟ ځکه په کافي اندازه هڅه نه کوو، خوبونو ته رسېدل ناشونی کار نه دی، ټول هغه کارونه، چې باید تاسو یې ترسره کړئ، دا دي، چې یوازې خپلې شاوخوا ته وګورئ، ترڅو فرصتونه په ښه توګه ووینئ.

مهمه ده، چې په یاد ولرئ، هغه کسان، چې خپل خوبونه یې څارلي دي او هغو ته رسېدلي دي؛ هغه کسان دي، چې هره ورځ یې خپل ځان ته ویل، (زه کولای شم)، هغوی سهار په غوسې او خپګان سره نه دي را ویښ شوي، بلکې هڅه یې کړې ده، چې په مثبت لید سره خپل سهار پیل کړي او خپله ټول هڅه یې کړې ده، چې حتا یو ګام هم خپلو خوبونو ته د نږدې کېدلو لپاره، په چټکۍ سره یې پورته کړي.

بې ارزښته څیزونه، زما ورځ نه خرابوي

ولې درته مهمه ده، چې کوم کس تاسو په اینسټاګرام کې انفالو کړي یا کله چې تاسو یې ولیدلئ، نو خپله لاره یې چپه کړه؟ د هغو څیزونو په پرتله، چې واقعاً کولای شي د یوه کس ورځ خرابه کړي، دا هېڅ په حساب کې نه راځي، په همدې دلیل هڅه وکړئ، چې خپل پام هغو څیزونو ته ور واړوئ، چې واقعاً مهم دي.

زه نن ورځ کې ژوند کوم

منو یې، چې پرون بده ورځ وه! اوضاع ښه پرمخ لاړه نه او هرڅه خراب شول، خو حدس ووهئ، چې ښه خبر څه دی؟ ښه خبر دا دی، چې پرون تېره شوې او پای ته رسېدلې ده، هر هغه څه، چې له پرون څخه پاتې دي، خاطره او درس دی، چې کولای شئ ترې وایې خلئ، نو خپله ټوله هڅه د نن لپاره وکړئ، یوازې د نن لپاره.

ماتې خوړل ستونزه نه لري

کله وخت را ویښېږو او په یاد مو راځي، چې پرون مو د یوه کار د ترسره کولو فرصت درلوده، خو په هغه کې مو ماتې وخوړه، دا ډول افکار کولای شي، چې له تاسو څخه د سهار لومړۍ برخه واخلي او پاتې ورځ مو در خرابه کړي.

هغه څه، چې باید خپل ځان ته یې ووایئ، دا دي، چې په حقیقت کې ماتې خوړل، کومه ستونزه نه لري، خپل ځان ته د دې یادونه وکړئ، چې ټول ماتې خوري، حتا بریالي کسان. موضوع داده، که وکولای شئ، چې له ستونزو څخه درس واخلئ، نو کولای شئ، چې له هغو څخه ګټه ترلاسه کړئ. ماتې یوازې د ودې او ځواکمن راتګ لپاره یو فرصت دی.

زه په خپلو کړنو ویاړم

ستاسو ټاکنې هغه څیزونه دي، چې تاسو تعریفوي، که چېرې د زړه له کومې ځان ته د دې یادونه وکړئ، چې ټاکنې مو په خپلو شرایطو کې سمې وې، نو ښه احساس به ولرئ. هېڅوک نه شي کولای، چې د سمو کارونو د ترسره کولو لپاره، په تاسو باندې نیوکه وکړي، نو په خپلو اصولو پسې ونښلئ او د نورو بېځایه او بې بنسټه خبرې نالیدلې ونیسئ.

زه ښکلی یم

ښکلا په خپل ځان باندې د باور لرلو لپاره ډېره زیاته مهمه ده او حتا یو له هغو لومړنیو څیزونو څخه، چې سهار یې خپل ځان ته وایئ، دا وي، چې تاسو ښکلي یاست! په دې ترتیب تاسو په خپل ځان کې مثبت لید رامنځته کوئ او دا لید به د عمر تر پایه له تاسو سره وي.

زه یې توان لرم

هو تاسو یې ترسره کولای شئ! څو ځله داسې شوي دي، چې غواړئ د شپې ویده شئ او په دې اړه فکر وکړئ، هغه کار چې له تاسو څخه غوښتل شوی دی، نه شئ کولای ترسره یې کړئ؟ څو ځله داسې شوي دي، چې سهار د ماتې په احساس له خوبه را ویښ شوي یاست؟ دا احمقانه ده، که تصمیم ونیسئ او هڅه وکړئ، هر کار ترسره کولای شئ.

سهار خپل ځان ته په هینداره کې ووایئ، چې تاسو په بشپړه توګه کولای شئ، دا کار ترسره کړئ او هېڅوک نه شي کولای، چې له تاسو څخه یې په غوره توګه ترسره کړي.

زه ډېر خوش قسمته یم، چې ژوندی یم

څو ځله داسې شوي دي، چې سهار له خوبه را ویښ شئ او د ژوندي پاتې کېدلو په خاطر مو د الله (ج) شکرونه پرځای کړي وي؟ موږ ټول فکر کوو، چې هره ورځ ژوندي یاستو او د همدې لپاره دا معجزه نالیدلې نیسو، خو حقیقت دا دی، چې موږ بل سهار را ویښ شوي یو او موږ ته د ژوند کولو فرصت راکړل شوی دی، چې دا یانې کولای شو، خپلو غوښتنو ته د رسېدو په لاره کې لا ډېره هڅه وکړو.

نن زما ورځ ده

په بشپړه توګه همداسې ده! که تاسو ورځ خپله نه کړئ، که تاسو هڅه ونه کړئ، چې په ټول توان سره ورپورې ونښلئ او خوشې یې نه کړئ، نو دا ورځ ده، چې ستاسو کنټرول به په خپل لاس کې واخلي او دا اصلاً ښه نه ده، ځکه چې هغه وخت په کوچنۍ پېښې سره کولای شي، تاسو وځوروي او له خپل تګلوري څخه مو لرې کړي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button