افغان کډوال

لغمان کې د کډوالو موټر چپه کېدل؛ ۱۸ کسان مړه او ۲۹ نور ټپیان شول

لغمان کې د کډوالو موټر چپه کېدل؛ د لغمان ولایت په مربوطاتو کې د کډوالو د لېږد یو موټر د چپه کېدو له امله لږ تر لږه ۱۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۲۹ نور ټپیان شوي دي.

د لغمان د ځایي چارواکو په وینا، پېښه نن سهار شاوخوا ۵:۳۰ بجې د کابل ـ جلال‌آباد پر عمومي لویه لاره، د سرخکانو چوک ته نږدې رامنځته شوې ده. د معلوماتو له مخې، د کډوالو یو باروړونکی موټر له کنټروله وتلی او چپه شوی دی. لغمان کې د کډوالو موټر چپه کېدل

د قربانیانو په منځ کې ښځې او ماشومان هم شامل دي

چارواکي وایي، په دې پېښه کې د وژل شویو کسانو له ډلې ۱۰ ماشومان، ۵ ښځې او ۳ نارینه شامل دي. همداراز ۲۹ ټپیان د بېړنیو مرستو لپاره روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.

د راپورونو له مخې، د پېښې له رامنځته کېدو وروسته د ترافیکو او د کډوالو چارو اړوند مسوولین سیمې ته رسېدلي او د ژغورنې چارې یې پیل کړې دي.

ټپیان د ننګرهار روغتونونو ته لېږدول شوي

ځايي سرچینې وایي، د ټپیانو یو شمېر د لغمان روغتیايي مرکزونو ته انتقال شوي، خو هغه کسان چې حالت یې نازک بلل شوی، د لا ښه درملنې لپاره د ننګرهار ولایت روغتونونو ته لېږدول شوي دي. لغمان کې د کډوالو موټر چپه کېدل

د کډوالو موټر چپه کېدل؛ د ترافیکي پېښو د زیاتېدو اندېښنې

د کډوالو موټر چپه کېدل په داسې حال کې رامنځته کېږي چې په وروستیو میاشتو کې له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د راستنېدو بهیر چټک شوی او ګڼې کورنۍ د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته د لېږد لپاره له باروړونکو او غیرمعیاري موټرو استفاده کوي. لغمان کې د کډوالو موټر چپه کېدل

دا هم ولولئ:  طالبان وايي، د سالنګ لویه لار به تر نامعلومې مودې وتړل شي

کارپوهان وایي، د سړکونو خراب وضعیت، د موټرو تخنیکي ستونزې، د مسافرو له حده زیات بارول او د ترافیکي اصولو نه مراعتول هغه عوامل دي چې د ورته مرګونو پېښو خطر زیاتوي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button