سیمه ییز خبرونه

له افغانستانه د نشه‌یي توکو په قاچاق کې د ۲۱سلنه زیاتوالي په اړه د ایران اندېښنه

ایران خبرداری ورکړی چې له افغانستانه د نشه‌يي توکو په قاچاق کې ۲۱سلنه زیاتوالی راغلی دی

له افغانستان څخه د نشه‌يي توکو قاچاق په اړه د اندېښنو په لړ کې د ایران یوه چارواکي له افغانستان څخه دغه هېواد ته د قاچاقېدونکو نشه‌يي توکو د کشف له ډېروالي اندېښنه ښودلې.

د اېرنا خبري اژانس د راپور پر بنسټ د ایران د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو مشر ایرج کاکاوند تېره ورځ په بوشهر کې د یوې خبري ناستې پر مهال ویلي چې د روان کال له پیله تر دې مهاله ۴۷۰ ټُنه بېلابېل نشه‌يي توکي دغه هېواد کې کشف‌او‌ضبط شوې دي.

دغه نشه‌یي توکي صنعي شوي

د ایران د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو مشر زیاته کړې چې له افغانستان څخه د نشه‌يي توکو کشف کې ۲۱سلنه ډېروالی راغلی دی.

هغه وویل: «له دې کشفیاتو سره له افغانستان څخه د صنعتي نشه‌يي توکو په کشفیاتو کې د ۲۱سلنې د ډېروالي شاهدان یوو.»

نور ولولئ: د نشه‌يي توکو ډېرېدل؛ طالبان د تاجکستان ولسمشر څرګندونې ناسمې بولي

نور ولولئ: ایران له افغانستانه د صنعتي نشه‌يي توکو قاچاق ډېرېدلو اندېښمن کړی

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مسوولان وايي چې د سرپرست حکومت له واکمنېدو راهیسې په ټول هېواد کې یې ۱۸زره او ۵۰۰ عملیاته کړي چې په پایله کې یې د نشه‌يي توکو ۱۱زره قاچاق‌وړونکي نیول شوې دي.

د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د دفتر رییس حسیب‌الله احمدي افغانستان کې د نشه‌يي توکو کښت او قاچاق پر مخنیوي د ټينګار وايي، هېواد کې د نشه‌يي توکو کښت او قاچاق صفر ته ښکته شوی دی.

طالبان بیا چاته د اجازې نه ورکولو خبره کوي

نوموړي وویل: « طالبان چا ته اجازه نه‌ورکوي چې افغانستان کې د نشه‌يي توکو پېر او پلور ورکړي، که یې څوک کوي، اسلامي امارت به یې ونیسي او عدلي بنسټونو ته به یې وسپاري.»

له دې وړاندې د ملګروملتونو له جرمونو او نشه‌يي توکو سره د مبارزې دفتر په یوه راپور کې ویلي و چې افغانستان نړۍ کې د متامفتامین تر ټولو چټک تولېدونکی هېواد دی او ګاونډیو هېوادونو ته د دې موادو قاچاق ۱۳سلنه زیات شوی دی.

څو ورځې وړاندې هم هند خبر ورکړ چې ددغه هېواد پولو ته د پاکستان له لارې د افغانستان نشه‌یي توکو د ډرون الوتکو په واسطه انتقالېږي چې یو شمېر یې ددغه هېواد پولسو نیولي هم دي.

دا په داسې حال کې ده چې زیاتره طالب مشران هم ددې کاروبار برخه دي او همدا یې کاروبار دی چې د نشه‌یي توکو د قاچاق له لارې یې پیسې هم لاسته راوړي دي او شتمن شوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button