افغانستان

له امریکا د افغانستان د خلکو ازادۍ جبهې غوښتنه؛ له طالبانو سره جوړجاړی مه کوئ

د افغانستان د خلکو ازادۍ شبکه ویلي چې د امریکا راتلوونکی حکومت دې له طالبانو سره جوړجاړی نه کوي

په نړۍ او داخل کې د افغانانو مدني ټولنې او خوځښتونه له نړیوالو غواړي چې له طالبانو سره تعامل ونه کړي، خو پر دې سربېره بیا هم چین، روسیه او د سیمې هېوادونه د طالبانو له رژیم سره تعامل لري او ګډې همکارۍ ورسره مخکې وړي.

د افغانستان د خلکو ازادۍ شبکې غړو تېره ورځ په پاکستان کې د یوې راټولېدنې پر مهال د امریکا پر راتلوونکي حکومت غږ وکړ چې له طالبانو سره دې جوړجاړی نه کوي. دوی پر طالبانو د هدفمندو بندیزونو غوښتنه هم کړې ده.

د امریکا راتلونکی حکومت او طالبان

د افغانستان د خلکو ازادۍ شبکې غړو تېره ورځ یکشنبه (د لړم ۲۰مه) په پاکستان کې د یوې راټولېدنې پر مهال د امریکا پر راتلوونکي حکومت او په ځانګړي ډول ډونالډ ټرمپ غږ وکړ چې له طالبانو سره دې جوړجاړی نه کوي او پر هغوی دې د دوی د ناوړه کړنو له امله هدفمند بندیزونه ولګوي.

دوی وايي چې طالبانو د خلکو بنسټیز حقونه تر پښو لاندې کړي او په څرګند ډول له بشري حقونو سرغړونه کوي.

نور ولولئ: ایران: ۵۷۴ افغان بندیان به کابل ته وسپاري

نور ولولئ: طالبان ۱۵ ورځې وروسته؛ له ایران سره پر پوله افغانان وژل شوي

دغو فعالانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د طالبانو حکومت د درېیو کلونو په تېرېدو لا هم هیڅ ډول ملي او نړۍوال مشروعیت نه لري او باید پیاوړی نه شي.

دغې شبکې په خپله خبرپاڼه له ښاغلي ټرمپ غوښتي چې: «موږ د بشري حقونو، ښځو او د افغانستان د مظلومو خلکو په اړه اندېښمن یو، له تاسو څخه غوښتنه کوو چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغان ولس او په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو کړکېچن او ناوړه وضعیت ته جدي پام وکړئ.»

له طالبانو سره د تعامل پالیسي

د افغانستان د خلکو ازادۍ شبکې غړو له ډونالډ ټرمپ څخه په پنځو برخو کې غوښتنې کړې دي: «له طالبانو سره د تعامل پالیسي پایته ورسوي، په افغانستان کې د بشري حقونو او د ښځو د حقونو ملاتړوکړي، په افغانستان کې د سیاسي او ټولنیز جبر سره د مبارزې ملاتړ دې وکړي، د بشردوستانه مرستو د ویش د بهیر نړۍواله څارنهدې وکړي او د تلپاتې سولې د رامنځته کولو لپاره د نړۍوالو هڅو ملاتړدې وکړي.»

د دغې شبکې غړو ویلي، افغانې میرمنې چې په سیستماتیک ډول له ټولنې څخه ایستل شوې او له جنسیتي تبعیض سره مخ شوې، دوی د متحده ایالاتو د ټاکل شوي ولسمشر څخه غوښتنه کوي چې د امریکا راتلوونکی حکومت دې د افغانانو غوښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button