لوبې

له ایران سره فوټبال لوبه کې افغان لوبډله روزونکی نه لري

د افغانستان فوټبال ملي لوبډله به سبا د ایران فوټبال ملي لوبډلې سره د مرکزي اسیا فوټبال لومړي پړاو سیالیو کې مخامخ شي

د افغانستان د ګول ساتونکو روزونکي حمیدالله یوسفزي چې د ملي لوبډلې روزونکي عبدالله المطیري په غیاب کې یې له رسنیو سره خبرې کولې وویل، د ایران پر وړاندې لوبه ستونزمنه ده، خو د افغانستان ستوري چمتو دي چې ښه مقابله وکړي.

د ښاغلي یوسفزي په وینا “لوبغاړو له قرغزستان سره لوبه او هلته رامنځ ته شوې پېښې هېرې کړې دي، لوبغاړو قضاوت خلکو ته پرېښود، اوس لوبډله له ایران سره سیالۍ ته چمتو ده.”

له ایران فوټبال لوبډلې سره د افغان لوري د لوبې مهموالی

نوموړي دا هم ویلي د ایران لوبډله د اسیا او نړۍ په کچه سیالۍ کړې دي، نو له دغه هېواد سره لوبې کول زموږ د ځوانو لوبغاړو په تېره بیا د هغو ستورو لپاره چې په سبانۍ لوبډله کې شامل دي، یو ښه چانس دی.

هغه زیاتوي، “که څه هم موږ به سخته لوبه لرو، خو افغان ستوري په میدان کې مبارزې ته چمتو دي.”

افغان لوبډله له یوې ښې لوبډلې سره مخامخ ده

افغان لوبډله به یوه سخته لوبه په مخ کې ولري، ځکه د افغان لوبډلې روزونکی نوی دی، لوبغاړي یې هم تر ډېره په نړیوالو سیالیو کې نه دي لوبېدلي. دغه راز په وروستیو څو کلونو کې د افغانستان فوټبال له سختو ستونزو او ننګونو سره مخ شوی دی.

نور ولولئ: ځوانې افغان فوټبال لوبغاړی بریتانیا ته ورسېدې

خو د ایران لوبډله د اسیا او نړۍ په کچه لوبېدلې او په اسیا کې یوه له ځواکمنو لوبډلو بلل کېږي. خو په فوټبال کې وړاندوینه ګرانه ده او د لوبې د پایلې په اړه له وړاندې څه نه شي ویل کېدای.

د افغانستان د ملي لوبډلې مشر روزونکی عبدالله المطیري د ایران پر وړاندې سیالۍ کې له ملي لوبډلې سره له یو ځای اوسېدو منع شوی دی.

د المطري یو کمساری ګام

ښاغلي المطیري په یوه کمساري ګام کې له قرغزستان سره د لوبې پر مهال افغان لوبډله له لوبغالي وایستله.

دا پېښه د لوبې په وروستیو شیبو کې کله چې قرغزي لوبډلې پر افغان لوبډلې خپل یوازنی ګول وواهه، رامنځ ته شوه. هغه د لوبې پر هندي لوبڅار نیوکه درلوده چې ګواکې تېر وتنې ته یې پام نه دی شوی.

تر ډېرې مودې انتظار وروسته د مرکزي اسیا فوټبال لومړني پړاو سیالۍ د جون پر لسمه ڼېټه د اوو هېوادونو په ګډون او د قرغزستان او ازبکستان په کوربتوب ترسره کېږي.

په دغو سیالیو کې د افغانستان، ایران، ازبکستان، قرغزستان، ترکمنستان، تاجکستان، چې د منځنۍ اسیا د فدراسیون دایمي غړي دي او همدارنګه د عمان فوټبال ملي لوبډله د مېلمه په توګه ګډون لري.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button