له زده کړو د افغان نجونو محرومېدل؛ د زده کړو په نړیواله ورځ د میلیونونو نجونو ناهیلي

سږکال هم د زده کړو نړیواله ورځ په داسې حال کې لمانځل کېږي چې له زده کړو د افغان نجونو محرومېدل دوام لري او میلیونونه نجونې لا هم د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستلو په تمه دي.
د جنوري ۲۴مه د زدهکړو له نړیوالې ورځې سره سمون لري، خو په افغانستان کې دا ورځ د تېر په څېر د میلیونونو هغو نجونو لپاره په خپګان پیل شوې چې له تېرو نږدې پنځو کلونو راهیسې په کور ناستې دي. له زده کړو د افغان نجونو محرومېدل اوس په یوې داسې نړیوالې ستونزې بدل شوي چې نه یوازې د افغانستان راتلونکی اغېزمنوي، بلکې په هېواد کې دننه یې هم پراخ غبرګونونه پارولي دي.

له زده کړو د افغان نجونو محرومېدل، پنځه کاله بندیز او د هیلواوښکې
کابو پنځه کاله کېږي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو او ورپسې د پوهنتونونو دروازې تړلې دي. په دې موده کې د هېواد په کچه میلیونونه نجونې له خپل اساسي حق څخه بې برخې پاتې شوي، چې دې چارې له زده کړو د افغان نجونو محرومېدل د بشري حقونو په یوه لویه ننګونه بدل کړي دي.
له زده کړو د افغان نجونو محرومېدل، د پوهنې وزارت تازه شمېرې او د نجونو په اړه چوپتیا
د طالبانو د پوهنې وزارت ویاند، قاري منصور احمد حمزه د زدهکړو د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپل نوي پیغام کې ویلي چې د دوی وزارت هڅه کوي ټولو ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره کړي. د هغه په وینا:
دا مهال په ټول هېواد کې ۱۳ میلیونه زده کوونکي (نجونې او هلکان) په ښوونځیو او مدرسو کې په زده کړو بوخت دي.
له دې ډلې ۷ میلیونه او ۵۳۳ زره یې هلکان دي.

۵ میلیونه او ۳۹۱ زره یې نجونې دي (چې تر شپږم ټولګي او په مدرسو کې شاملې دي).
که څه هم حمزه د ۱۳۰۰ نویو ودانیو د جوړولو او د ۳۵۰۰ ودانیو د ترمیم خبره کوي، خو د هغو نجونو په اړه یې لا هم چوپتیا غوره کړې چې له شپږم ټولګي پورته یې زده کړې نیمګړې پاتې دي.
د عامه افکارو او پوهانو غبرګون
عام افغانان او په ځانګړې توګه زده کوونکې نجونې له تېرو څلورو کلونو راهیسې په بې صبرۍ د دې خبر په تمه دي چې کله به د دوی پر زده کړو لګېدلی بندیز پای ته رسېږي. د نظر خاوندان په دې باور دي چې طالبان د نجونو د زده کړو د بندولو لپاره هیڅ ډول منطقي او شرعي دلیل نه لري. دوی وايي چې له زده کړو د افغان نجونو محرومېدل یوازې یوه سیاسي پرېکړه ده چې د اسلام په نوم توجیه کېږي.

کارپوهان او مدني فعالان یو ځل بیا پر طالبانو غږ کوي چې د هېواد د پرمختګ او سوکالۍ لپاره دې ژر تر ژره د نجونو پر وړاندې د زده کړو او کار دروازې پرانیزي. دوی خبرداری ورکوي چې د ټولنې د نیمایي برخې فلج کول به افغانستان له یو داسې فکري او اقتصادي بحران سره مخ کړي چې جبران به یې لسیزې وخت ونیسي.


