نړیوال خبرونه

له سوریې پر اسراییلو توغندیز بریدونه

تېره ورځ له سوریې پر اسراییلو څو توغندي توغول شوي چې اسراییلو هم خوابي برید کړی دی

د اسراییل پوځ د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د سوریې له لوري د اسراییل په خاوره د څو توغنديو تر لګېدو وروسته یې، د دغه هیواد پر سیمو د توپونو او هاوانونو ډزې وکړې.

رویټرز د سوریې په سویل کې د یوې سرچینې په حواله ویلي چې یوې فلسطیني ډلې پر اسراییل درې راکټونه توغولي دي.

نور ولولئ: پر اسراییل د حماس له بریدونو سره سم د تېلو او ګازو بیو لوړېدل

رويټرز خبري اژانس وايي، چې تر اوسه د دغو توغندیزو بريدونو د مرګ ژوبلې په اړه جزیيات نه دي په ډاګه شوي.

تر اوسه د سوریې حکومت له خپلې خاورې د توغندیز برید په اړه څه نه دي ویلي.

د حزب الله او اسراییلو تر منځ د ډزو تبادله

دغې پیښې د حماس سره تر جګړې هاخوا د جګړې د پراخولو اندېښنې زیاتې کړې دي. ځکه چې په ورته وخت کې اسراییل د لبنان له حزب الله سره چې د حماس او ایران هملاسی دی، ډزې تبادله کړې دي.

د لبنان حزب الله ډلې نن په یوه بیان کې اعلان وکړ چې د اسرايیل پر لور یې دوه لارښود توغندي توغولي او د اسراییل یو زغره وال موټر یې ویجاړ کړی دی. حزب الله په دغه بیان کې اعلان وکړ چې دغه اقدام یې د لبنان پر پوله د دغه سازمان په څو څارونکو پوستو د ډزو په ځواب کې کړی دی.

نور ولولئ: د اسراییل او فلسطین جګړه؛ له ۱۰۰۰ زیات کسان وژل شوي

د اسراییل پوځ خبر ورکړی، چې د اسراییل له خاورې یې د توغندیزو بریدونو په ځواب کې د حزب الله پر مرکزونو بریدونه کړي دي. د اسراییل د پوځ په وینا، ۱۵توغندي له لبنان څخه د اسراییل پر شمال توغول شوي، چې څلورو یې د اوسپنې یوه ګونبته ویجاړه کړې او پاتې نور یې په ازادو سیمو کې لګېدلي.

د حماس او اسراییلو تر منځ جګړه کې مرګ ژوبله

د حماس وسله والې څانګې د لبنان له سویل څخه د اسراییل پر لور د دغو توغندیو د ویشتلو مسولیت په غاړه اخیستی دی.

د نښتو په څلورمه ورځ په اسراییل او غزه کې د زیانونو شمېر زیات شوی دی. د وروستیو شمېرو له مخې په تېرو څو ورځو کې په اسراییل کې شاوخوا ۱۰۰۰ کسان وژل شوي دي. هاخوا د غزې د روغتیا وزارت ویلي دي چې په دې سيمه کې د اسراییل د سختو هوايي بریدونو او توغندیزو بریدونو په پایله کې د ۲۶۰ تنو ماشومانو او ۲۳۰ تنو ښځو په ګډون شاوخوا ۹۰۰ تنه وژل شوي دي.

د یادونې وړ ده چې لا هم د دواړو لوریو بریدونه کېږي، خو اسراییل بیا پر غزه ړندې بمبارۍ کوي چې ملکي خلکو ته په کې مرګ ژوبله اوړي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button