سات تيري

له مرګ د راګرځول شوو د خولې نصیحتونه

دا نصیتونه د هغو کسانو دي چې یو ځل د مرګ تر خولې رسېدلي، خو بیا ښه شوي دي

۱: رښتیني واوسئ

جورجینا وايي “زمونږ ژوند له مختلفو برخو جوړ دی: کورنۍ، کار، مینه، ملګري او ډېر نور څه، خو دا چې څه یې او څه غواړې د وخت په تېریدو ادلون بدلون مومي. خو مهمه دا ده چې د هغه څه قدر ډېر وکړو چې زمونږ د خوښۍ سبب ګرځي.”

۲: د نن کار سبا ته مه پرېږدئ

د دوی سپارښتنه دا ده چې “مونږ ټول باید د راتلونکي لپاره یوه نقشه ولرو خو دا کار باید مونږ دومره بوخت نه کړي چې له نورو کارو مو غافله کړي، په سفر ولاړ شئ، له دوستانو سره ووینئ، نوی کار روزګار پیل کړئ”

نور ولولئ: څېړونکي وايي پر ځمکه ۷۰۰ میلیونه کاله پخوا لومړی ژوندی مخلوق پیدا شوی

جورجینا وايي، ښه وخت بله مانا نه لري مګر دا چې له هر فرصت او موقعیت څخه سمه استفاده وکړو او په اسانه یې له لاسه ورنکړو.

د بېلابېلو مسیرونو تجربه کول

تانیا وايي “نوی ژوند پیل کړی خو ارامه او مستحکم پر مخ ولاړ شئ، بېلابېل مسیرونه تجربه کړئ او هر یو یې په ادلون بدلون ارزي.

۳: لازمه نده چې ټوله نړئ بدله کړئ

په دې اړه د دوی د نظر لنډیز دا دی چې هڅه وکړئ هماغې ژوندانه ته ځان ورسوئ، چې تاسې یې د خپل ځان لپاره هیله لرئ.

۴: خپل ځانته وخت او فرصت ورکړئ

تانیا وايي “زمونږ ژوند په بېلابېلو طریقو چلېږي، له ځانه پوښتنه وکړئ چې په کوم کار کې مهارت تر لاسه کولی شئ هماغه پیل کړئ او تر هغې ورپسې شئ چې یې تر لاسه کړی.”

له نویو تجربو مه غافله کېږئ

جورجینا وايي “د تکراري کارونو او سفرونو کول اسانه دي خو زما سپارښتنه دا ده چې له نویو تجربو ځانونه مه غافله کوئ، نویو ځایونو ته ولاړ شئ، له نویو خلکو سره اشنا شئ او که داسې نه کوئ دا په دې مانا چې خپله نړۍ پخپله کوچنۍ کوی.

عشق ومومئ

له دې موخه یوازې عاشقانه اړیکه نه بلکې له دوستانو سره مینه، له کورنۍ او کار سره مینه خپلې ښېګڼې لري

جورجینا وايي: “له دې موخه یوازې عاشقانه اړیکه نه بلکې له دوستانو سره مینه، له کورنۍ او کار سره مینه او ورته د زړه له تله کار کول خپلې ښيګڼې لري.”

فکر مه کوئ چې نور به ستاسې په اړه څه وايي

تانیا وايي “په دې اړه ډېر فکر مه کوئ چې څو کسان مو په ټولنیزو رسنیو مطالب او تصویرونه خوښوي یا څومره درسره ملګري دي.”

هغه کارونه چې تاسې یې د کولو جرائت نه لری، تر ټولو ډېر فشارونه له ځانه سره لري نو تاسې ورته تازه لارې چارې وګورئ او هغه څه په انلاین یا د خلکو تر منځ مخامخ مطرح کړی چې تاسې ته مهم دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button