نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

له هرو درو اسراییلیانو یې یو د وطن پرېښودو په فکر کې دی

یوه نظر پوښتنه دا په ډاګه کوي چې د لانجمن قضايي سیستم له امله اسراییلیان وطن پرېږدي

د یوې نظرپوښتنې له مخې، د اسراییلو قضايي سیستم د لانجمن بدلون پر سر لانجو په درشل کې له اونیزو لاریونونو سره د لسګونه زره اسراییلیانو د یوځای کېدو په جریان کې، له هرو درو اسراییلي وګړو یو یې د هېواد پرېښودو په فکر کې دی.

پروفیسر شېن هوفمن هم یو له دغو کسانو دی. دی له خپلې مېرمنې او ماشومانو سره د جمعې ورځې له وروستۍ ماښامانۍ خوړلو وروسته د شنبې ورځې له اونیز حکومت ضد لاریون سره یوځای شو.

دغه ډاکټر د شنبې شپې مظاهره کې چې تل ابیب کې جوړه شوې وه،‌ وویل “دا زموږ دود نه دی چې ووځو او پر سړکونو لاریون وکړو،‌ خو دې کار ته اړایستل شوي یو، ځکه چې هېواد له لاسه ورکوو، همداسې انګېرو”.

دغه اسراییلی مشهور ډاکټر بریتانیا کې یوه روغتون ته لېږدي او هڅه یې دا ده چې د کورنۍ نور غړي یې هم سفر ته قانع کړي، ټول د اروپا پاسپورټونه لري.

“زه لندن ته د رخصتۍ لپاره ځم، دا یوه ازموینه ده چې له اسراییلو بهر ژوند څنګه دی… که وضعیت خورا ډېر خراب شي او هره ورځ د خرابېدو لوري ته درومي، نو د ژوند لپاره به نوی ځای ومومو.”

تل ابیب کې د خلکو منځ کې دا غوسه په ډېرېدو ده، چې ولې حکومت د عالي محکمې واک را کم کړی دی.‌

لاریونیان داسې انګېري چې په دې سره دیموکراسي له خطر سره مخامخېدونکې ده، که څه هم په اسراییلو کې واکمنه سخت‌دریځه ټلواله د قضايي سیستم د سمون له لارې د دیموکراسۍ د ټینګښت دلیل وايي، خو د انتخاب شویو سیاستوالو له قانوني سرغړونو هم په اسانۍ پرته پورته کېدای شي.

اسراییلي لاریونیان وېره لري که عالي محکمه کمزورې شي، نو د دوی د ملکي حقونو د ساتنې توان به ونه لري

د نوي لانجمن قانون د لغوه کېدو هیلې

لاریونیان لا هم هیله لري چې نوی قانون به لغوه شي، خو ډېری وګړي د هېواد پرېښودو په فکر کې دي.‌

د لاریون یوه ګډونواله ساره وايي “دا به دردوونکې وي خو زه په غیر دیموکراتیک هېواد کې خپل ماشومان روزم”.

“که د خپلې پېغلوټې لور د حقونو ضمانت مې ونه شم لرلی، نو دلته نه پاتې کېږم”.

د بښنې نړیوال سازمان په ۲۰۲۲ کې د فلسطینیانو په حق کې اسراییلي قوانین او سیاست پر توکمپالنې ولاړ وباله.

د اسراییلو د مېشتولو کارپوهان وايي، په وروستیو میاشتو کې یې سوداګریزو کارونو کې خنډونه لیدلي. همدا شان د ژوندانه لوړ لګښتونه او د حکومتي قضايي بدلونونو له کبله چې پر اقتصاد یې منفي اغېز کړی، خلکو وتلو ته اړایستلي دي.

د یوه لوی شرکت (اوشن ریلوکېشن) اجراییوي مشر شای اوبازانیک وايي “د معلوماتو ترلاسه کولو ډېره زیاته تقاضا کېږي، لکه:‌ غواړو بل هېواد ته ولاړ شو، دا کار څنګه پیل کړو؟ بهرني پاسپورټ لرونکي وګړي او هغه چې د لېږدېدو وس لري سپارښتنې غواړي”.

نور ولولئ: اسراییل کې لسګونه زره کسانو د دفاع وزیر ګوښه کېدو خلاف اعتراض کړی

پرتګال کې یې د بیامېشتېدنې متخصصې روت نیفو په لومړي ځل مرکه کې ویلي:‌ “دا کار لېونتوب و، له کلونو راهیسې له نشت نه نن تر ۲۵ نظرپوښتنو پورې”.

شېن هوفمن او کورنۍ یې تل ابیب کې له حکومت ضد اونیز لاریون سره یوځای شوی

“هغه کسان چې معلومات غواړي ښه زدکوونکي دي. له وکیلانو، قاضیانو، پولیسو، پروفیسرانو او د معلوماتي ټیکنالوجۍ له کارمنانو سره خبرې کوم؛ دوی د روان وضعیت په اړه ډېر زیات اندېښمن دي”.

نړیوال تګلوری هم دا دی هغه کسان چې د سیاسي لاملونو له کبله بهر ته د وتلو په فکر کې دي، په ۲۰۱۶ کال کې د ډونلډ ټرمپ له واکمنېدا وروسته، ګڼو امریکایانو په پیل کې بهر ته د وتلو فکر وکړ.

په اسراییلو کې وروستیو ناکراریو هم خلکو کې ژور وېش رامنځ ته کړی دی

اوسنی ایتلافي حکومت تر ډېره پر هغو ارتودوکس یهودانو او مذهبي ملت‌پالو تکیه کوي چې له ټولنیز اړخه محافظه کارانه ارزښتونه لري.

په ډېرېدونکې توګه، کله چې په هېواد کې سیکولر اسراییلیان اقلیت شول، د خپل لیبرال ژوندانه لپاره یې چړه په اوبو کې ولیده. دوی اوس دا وېره لري چې محکمې به د دوی ملکي حقونه ونه شي ساتلی.

هغه سیکولر یهودان چې په اسراییلو کې د مالیې ډېر بار همدوی وړي او اجباري عسکري خدمتونه کوي، ډېری کلونه یې په احتیاط ژوند کړی. خو په مقابل کې یې سخت دریځي ارتودوکس ډله له لسیزو راهیسې له اجباري عسکرۍ بښل شوې ده.

ګڼ لاریونیان ځانونه ملت‌پال ګڼي، چې په دوی کې پخواني جنګیالي او د احتیاط پوځيان هم دي

یوې نوې نظرپوښتنې په ډاګه کړې ده چې څه باندې دریمه برخه ځوان اسراییلي ډاکټران او محصلان ژر د هېواد پرېښودو پلان لري. پروفیسر هوفمن وايي، دا هم مني چې د ده په شان ګڼ باتجربه ډاکټران بهر ته د وتلو په سوچ کې دي او مني چې دې کار ته یې هم زړه کېږي او هم ساړه.‌

دی وايي “لا هم موږ د ډاکټرانو له کمښت سره مخامخ یو.. ان تر ۵ سلنه یې بېرته نه دي راستانه شوي، دا به ناورین شي”.

نور ولولئ: اسراییل وایي، د لوېدیزې غاړې جنین پنډغالي کې یې پوځي عملیات پیل کړي

د تل ابیب اونیزو لاریونونو ته په ستنېدو،‌ لاریونیان خپل ځانونه ملت ته ژمن ګڼي، ګڼ یې پخواني جنګیالي او د اسراییلو احتیاطي پوځیان دي.

ځینې یې ټینګار لري هر څه چې کېږي، خپل هېواد به نه پرېږدي.

روت چې ډاکټره ده هم هره اونۍ لاریونونو ته ورځي او مخکې یې په نورو هېوادونو کې هم کار کړی.‌ دا وايي “زه رښتیا اندېښمنه یم، خو همدلته به یم ځکه چې همغږي احساسوم”.

دا زیاتوي “دا زما مسؤلیت دی چې باید مبارزه وکړم… دا زما لپاره د دویم عسکري خدمت په معنا ده، موږ اوس د پوځ په شان یو”.

د “دیموکراسۍ” نارې وهونکو منځ کې ټینګه مبارزه روانه ده چې حکومت د قضايي سمون تګلوري بدلولو ته اړباسي.

خو په ورته وخت کې، په کرارۍ د لا نورو اسراییلیانو د وتلو له پلان سره یوه بله ننګونه هم شته چې ورو- ورو په زیاتېدو ده.

 

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button