نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

اسراییل کې لسګونه زره کسانو د دفاع وزیر ګوښه کېدو خلاف اعتراض کړی

د اسراییل لروبر لسګونه زره کسان تر هغې وروسته د اعتراض په ډول واټونو ته راوتلي چې د دغه هېواد لومړي وزیر بنیامین نېتانیاهو خپل دفاع وزیر یواف ګالانت ګوښه کړ

ښاغلي ګالانت د اسراییلو عدلي سیستم کې د پراخ بدلون د لانجمنې طرحې پر خلاف خبرې کړې وې.‌

بیت المقدس کې پولیسو ویلي چې د نېتانیاهو کور ته نږدې یې د لاریونوالو ګډوډولو لپاره د اوبو شیندونکي موټرونه کارولي دي.‌

پر دې سربېره د تل ابیب او حیفا په ګډون څو نورو ښارونو کې هم لسګونه زره کسانو لاریون کړی.

د اسراییلو ۱۲ تلویزیوني کانال د اعتراض کوونکو ټول شمېر د ۶۰۰ او ۷۰۰ زره کسانو ترمنځ ښودلی دی.

اعتراض کوونکو د نېتانیاهو تر کور وروسته د پارلمان ودانۍ پر لور هم لاریون وکړ.

د لومړي وزیر نېتانیاهو لخوا وړاندیز شوي تعدیلات د هغې کومېټې بشپړ کنټرول حکومت ته په لاس ورکوي چې قاضیان ټاکي.

دغه اصلاحات محاکمو ته هم دا پرېکړه ستونزمنوي چې یو مشر د دندې وړ ونه ګڼي او د ګوښه کېدو پرېکړه یې وکړي.

خو ګڼ شمېر اسراییل د قانون د تعدیل دا پلان د اوسني لومړي وزیر په ګټه بولي چې له کلونو راهیسې د مالي فساد له تورونو سره مخ دی.

یواف ګالانت څوک دی؟

یواف ګالانت د لومړي وزير بنیامین نېتانیاهو د واکمن لیکود ګوند غړی دی چې د اسراییلو پوځ پخوانی سرتېری دی.

هغه اوونۍ وړاندې له رېزرف سرتېرو سره پر دغه پلان خبرې کړې او له دوی یې اورېدلي چې قانون کې له دغه بدلونه خوښ نه دي.

د مارچ لومړیو کې د اسراییلو هوايي‌ ځواک کې د جنګي الوتکو پیلوټانو د حکومت خلاف د بې ساري اعتراض پایله کې په تمرینونو کې له ګډون انکار وکړ. دوی وروسته له خپلو قوماندانانو سره وغږېدل او بېرته تمرینونو ته راستانه شول.‌

بالاخره ښاغلي ګالانت د شنبې پر ورځ د دغه نوي‌ قانون خلاف غږ پورته کړ او ویې ویل چې د اسراییلو دفاعي‌ ځواک غړي له دې کبله خپه او غوسه دي.

لومړي وزیر نېتانیاهو چې د ښاغلي ګالانت د څرګندونو پر مهال هېواد کې نه و وروسته وویل چې پر هغه نور د دفاع وزیر په توګه باور نه کوي.

هغه غواړي دغه نوی قانون د روانې اوونۍ تر پایه د پارلمان له تاییده تېر کړي.

ښاغلي ګالانت تر ګوښه کېدو وروسته پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د اسراییل د امنیت خوندیتوب یې د ژوندانه لومړی ماموریت ګڼلی او ګڼي به یې.

ظاهرا د اسراییلو لومړي وزیر او دفاع وزیر ترمنځ اختلاف د واکمن ګوند پلویان سره وېشلي دي.

بلخوا د اپوزېسیون مشر یاير لاپېډ هم د دفاع وزیر د ګوښه کېدو پر پرېکړه نیوکه کړې.

هغه ویلي: “نېتانیاهو ګالانت ګوښه کولی شي خو حقیقت او د اسراییلو خلک هغه نه شي ګوښه کولی چې د دغه اېتلاف د لیونتوب خلاف یې د دریدو تکل کړی. “

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button