هنر او ادب

له کتاب پلورنځیو سیاسي او مذهبي کتابونو راټولول؛ طالبان یې د ذهني انحراف مخنیوی بولي

طالبان له کتاب پلورنځیو سیاسي، مذهبي او ایران چاپ کتابونه راټولوي او پر ځینو یې بندیز هم لګولی

د کابل ښار یوه کتاب پلورونکي بي بي سي ته د نوم او غږ نه خپرولو په شرط وويل، د طالبانو حکومت یې څو ځلي کتابپلورنځی پلټلی او په وروستیو ورځو کې یې بالاخره ور بند کړی دی.

بي بي سي په خپلو مندنو کې وايي، چې د طالبانو حکومت اړوند کسان په کتابپلورنځیو ګرځي؛ د ایران چاپ او همدارنګه د سیاسي او مذهبي کتابونه ترې ټولوي.

د طالبانو له لوري داسې مهال دغه هڅې کېږي چې په دویم ځل په افغانستان کې د دوی په واک ته رسېدو د چاپ صنعت د سقوط پر څنډه ولاړ دی.

روانه اونۍ لیکوال او ژورنالیست نذیراحمد سهار هم پر خواله رسنیو ادعا کړې وه چې ګویا د طالبانو حکومت یې له کتابپلورنځیو “وزیرستان وروستی مورچل” نومی کتاب ټول کړی دی.

طالبان ولې له کتاب ویره لري؟

په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکي دا وړ ادعاوې نه تاییدوي او وايي، برعکس دوی په افغانستان کې د کتاب لوست د دودولو لپاره هڅې کوي.

پرون د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او فرهنګ مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي په یوه غونډه کې وویل، یوازې هغه کتابونه به راټول کړي چې د افغانانو ترمنځ د بېلتون اچولو لپاره لیکل شوي وي. د هغه په خبره، هغه کتابونه به هم راټول کړي چې د دین له اصولو سره په ټکر کې وي.

نور ولولئ: خصوصي پوهنتونونو ته د طالبانو نوی امر

نور ولولئ: افغانستان کې طالبانو پر ځینو کتابونو بندیز ولګاوه

نور ولولئ: خوست کې له پاکستان د لوبو ګټلو په ویاړ زرګونه کتابونه ویشل شوي

هغه چې په کابل کې په افغانستان کې د کتابتون او کتابولۍ کلتور د ساتنې او ودې د سمپوزيم په پرانیست‌غونډه کې خبرې کولې وویل، تر اوسه یې هیڅ کتاب سانسور کړی نه دی.

د “بې شرمه” په نوم ناول باندې بندیز

دا په داسې حال کې ده چې په ننګرهار کې د یوه کتاب پلورنځي څښتن بي بي سي ته وویل، د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکو په دې وروستیو ورځو کې یوه خپروندویه ټولنه اړه کړه چې خپل تازه خپور کړی ناول له بازاره بېرته را ټول کړي.

bookstore1
انځور؛ د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او فرهنګ مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي 

تازه چې په دې تړاو د کتابپلورنځیو او خپرندویه ټولنو شکایتونه رسنیز شول، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو معین حیات الله مهاجر فراهي بي بي سي ته وویل د خلکو د ذهني انحراف د مخنیوي لپاره به له کتابپلورنځیو ځينې کتابونه راټول کړي.

ورته مهال د تېر جمهوریت یوه ویاند مجیب الرحمن رحیمي هم پر خپله ایکس پاڼه ادعا کړې وه چې طالبانو د ده څو لیکلي کتابونه له کتاب پلورنځیو ټول کړي دي.

د کابل پوهنتون ځینو محصلانو هم بي بي سي ته ویلي، د لوړو زدکړو وزارت د پوهنتونونو کتابتونونو ته سپارښتنه کړې چې د طالبانو د تفکر خلاف کتابونو ته پخپلو نندارتونونو کې د نندارې اجازه ور نه کړي.

د ځینې راپورونو پر بنسټ وړاندې هم په کابل ښار کې ځينې کتابپلورنځي چې د مېرمنو له خوا اداره کېدل، د طالبانو حکومت له خوا مهرولاک شوي دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button