نړیوال خبرونه

فیض‌اباد کې د یوه کتابتون له پرانیستل کېدو د فرهنګیانو او اوسېدونکو هرکلی

یوې ښځې د بدخشان ولایت په مرکز فیض‌اباد ښار کې په شخصي لګښت یو کتابتون جوړ کړی چې د بدخشان د فرهنګیانو او اوسېدونکو له هرکلی سره مخ شوی دی. ګیتي فرخ مهدي د “اورانوس” په نوم دا کتابتون په دغه ولایت کې د کتاب لوستلو فرهنګ دودولو او د ځوانانو د بوختیا په موخه جوړ کړی دی..

د افغانستان کتابتونونه .

دا کتابتون د نابینایانو لپاره په سياسي، ټولنیزو، اقتصادي، کلتوري او همداراز غږیزه برخه کې څه د پاسه درې زره ټوکه کتابونه لري. ګیتي فرخ مهدي په‌دې اړه وايي: «د اورانوس کتابتون د کتاب لوستو فرهنګ د دولو او د فکر او علم د پیاوړتیا په موخه جوړ شوی دی له بلې خوا، د بدخشان ولایت یو شمېر فرهنګیان د دې کتابتون له پرانیستو هرکلی کوي. و فرهنګی عبدالواصل لطیفي وايي: «له دې ملاتړ هم کوو او ځوانان او ځوان نسل هڅوو چې له دې کار څخه ملاتړ وکړي

ید دې کتاب‌تون د پرانستلو په مراسمو کې یوه ګډونواله امنا یوسفي وايي: «دا د بدخشان د خلکو او فرهنګیانو لپاره یوه روښنايي راوړي او همدا راز د هغو خلکو لپاره چې د انځورګرۍ او هنر په برخه کې کار کوي، دا یو ارتباطي پل دی. ورته مهال  یو شمېر نجونې چې په دغه پروګرام کې یې ګډون کړی له سرپرست حکومته غواړي چې دوی ته د زده کړو او کلتوري فعالیتونو زمینه برابره کړي.

نور یی ولوله | د شانګهای غونډې ګډونوالو په افغانستان کې د سولې ټینګښت خپل لومړیتوب وباله

نور یی ولوله | د ازبکستان په سمرقند کې د شانګهای همکاریو سازمان د غونډې پیل شو

د فیض اباد لابیریري .

ګډنواله شبانه فرهمند وايي: «له اسلامي امارته مو غوښتنه ده چې ښځې له سېسټماټیګ ډول له ټولنې لرې نه‌کړي او اجازه ورکړي چې په سیاسي، ټولنیزو اقتصادي او فرهنګي برخو کې فعاله ونډه ولري. یوه بله ګډنواله رونا وايي: «لومړی باید د ښوونځیو دروازې پرانیستل شي، په رښتیا سره دا یوه هیله ده او کله چې دا ډول کتابتون پرانیستل کېږي باید له دې ملاتړ وشي

اخوا د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور ریاست هم د هېواد په کلتوري برخو کې د دغه ډول هڅو ستاینه کوي. د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رییس معزالدین احمدي وايي: «موږ چې څومره توانايي لرو، د اسلامي امارت په استازیتوب ټولو فرهنګیانو ته ډاډ ورکوو چې ان‌شاء الله اسلامي امارت چې څومره توان لري، همکاري به کوي. د بدخشان په مرکز فیض اباد ښار کې دا کتابتون په داسې حال کې پرانیستل کېږي چې ډېری ځوانان او فرهنګیان په دې ولایت کې د وزګارۍ او اقتصادي ستونزو له امله د کار په لټه کې دي او زیات شمېر هم نورو هېوادونو ته کډه شوي دي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button