له کلونو ځنډ وروسته بغلان کې د بورې فابریکې بېرته فعالیت پیل کړ

اړوند خبرونه:
د افغانستان کانونه؛ قراردادونه یې شفاف او استخراج یې مسلکي نه دی
د افغانستان سرپل ولایت کې هره ورځ د ۹۰۰ټنه نفتو استخراج
د بغلان ځايي مسوولین وایي چې په یاد ولایت کې د بورې د تولید شرکت له بیارغونې وروسته خپل فعالیتونه بیا پیل کړي دي.
دې شرکت د ځینو ستونزو له امله خپل فعالیتونه کم یا بېخي ځنډولي وو.
د دې شرکت اجرایوي رییس، نجیب الله دوراندیش وايي چې شرکت یې هره ورځ له ۷۰۰ څخه تر ۸۰۰ ټنو پورې د بورې تولید ظرفیت لري.
د مسوولینو په وینا چې د دې شرکت د فعالیتونو له بیاپیل سره سم به ۶۰ کسان په مستقیم او ۳۰۰ نور کسان په غیرمستقیم ډول په کار پیل وکړي.
په ۲۰۰۸ کال د جرمني او افغان شرکتونو په ګډه پانګونې سره، دې فابریکې خپل فعالیتونه د «شرکت جدید قند بغلان» په نوم بیا پیل کړل، خو د خامو موادو (چغندر) د کمښت او د زورورو اشخاصو لخوا د کرنیزو ځمکو د نیولو ستونزې له امله، د فابریکې تولید محدود و او په کال کې یې یوازې یوه میاشت فعالیت کاوه.
د ویلو ده چې تر دې مخکې هم په یو شمېر ولایتونو کې ځینو نورو تولیدي شرکتونو هم له څو کلن ځنډ وروسته خپل فعالیتونه بېرته له سره پیل کړي دي.