اقتصاد او سوداګريتجارت خبرونه

له کندهاره نورو هېوادونو ته څه باندې ۳۳زره ټنه انار صادر شوي

په کندهار ولایت کې د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، نورو هېوادونو ته یې څه باندې ۳۳زره ټنه انار صادر کړي

دغه انار له کندهار ولایت څخه پاکستان، هند او قزاقستان ته صادر شوي دي.

بل خوا سوداګر وايي، پاکستان ته د انارو د صادراتو په برخه کې له ستونزو سره مخامخ دي.

نور ولولئ: د کندهار انار او انګور ولې پاکستان کې په کمه بیعه خرڅیږی؟

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال عبدالباقي بنا افغانستان پښتو انټرنیشنل ته وايي، له کندهاره یې بهرنیو هیوادونو ته د انارو صادرات پیل کړي، او تر دې مهاله یې پاکستان، هند او قراقستان ته ۳۳زره او ۵۷۸ ټنه انار صادر کړي دي.

نوموړی وایي، د کندهار انار د خوند او ښه کیفیت درلودلو له امله په نورو هیوادونو کې ډېر مینه وال لري، او دغو هېوادونو ته یې د صادراتو غوښتنه زیاته شوې ده.

کندهار کې سږ کال د انارو صادرات ښه نه و

بل خوا د کندهار ولایت د انارو بڼوال د انارو د سږني کال د حاصلاتو څخه ډیر راضي نه ښکاري.

دوی وايي، سږکال د نورو کلونه پرتله د انارو حاصلات کم شوي دي .

شاه محمود چې د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د انارو باغ لري وايي، سږکال یې د انارو باغ په ډيره ټیټه بیه پر سوداګرو پلورلی دی، ځکه انارو کې یو ډول ناروغي پیدا شوې وه «باغ مې سږکال په ډيره ټیټه بیه وپلوره، ځکه انار مې ټول چاودلي وو، کوم کرنیز درمل چې مې د انارو د مرض لپاره وکارول هغو هیڅ ګټه ونه کړه موږ په کندهار کې معیاري کرنیز درمل نه لرو.»

نور ولولئ: د افغانستان لوی صادرات

بل خوا سوداګر وايي، د انارو د صادراتو لپاره یې په سیمه کې لوی مارکیټ پاکستان دی خو پاکستان ډیری وختونه په کندهار کې د تازه میوو د حاصلاتو پر مهال د سپین بولدک پر دروازه ستونزې جوړوي.

د انار صادروونکي له پاکستان سره ستونزه لري

د شریف الله په نوم د تازه میوې سوداګر وايي، که د پاکستان سره د افغانستان د سوداګرۍ ستونزې په بنسټیزه توګه حل نه شي افغان سوداګر به سخت زیانمن شي.«د پاکستان له لورې منځنۍ اسیا ته د صادراتو په برخه کې هیڅ ستونزه نه شته، خو کله چې موږ پاکستان ته یا د پاکستان له لارې نورو هیوادونو ته صادرات کوو، پاکستان یا سوداګریزې تعرفې لوړوي او یاهم د سپین بولدک پر دروازه ستونزې جوړوي.

سوداګر غوښتنه کوي چې د کندهار د انارو او نورو محصولاتو د صادراتو لپاره د پاکستان پرته بدیلې لارې ولټول شي.

د کندهار د کرنې او مالدارۍ په ریاست کې د طالب چارواکو د معلوماتو له مخې په دغه ولایت کې پر ۱۵ زره هکټاره ځمکه د انارو باغونه کرل شوي او د اتکل له مخې سږکال به د کندهار د انارو له باغونو څخه تر ۲۸۸ زره ټنه انار ترلاسه شي.

خو پر دې ټولو سربېره بیا هم سوداګر په صادرولو کې ستونزې لري.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button