نړیوال خبرونه

له یرغمل شوو کسانو له خوشي کېدو پرته امنیت شورا غزې ته د مرستو رسولو پرېکړه‌لیک تصویب کړ

د ملګرو ملتونو امنیت شورا غزې ته د مرستو رسولو پرېکړه‌لیک تصویب کړ، خو له حماس سره یرغمل شوي اسراییلیان نه دي خوشي شوي

لومړی په اوربند باندې ټینګار کېده، خو د اوربند رامنځته کول او له حماس ډلې سره د خبرو مېزته کیسناستل اسراییلو ونه منل.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا له یوې اوونۍ سختو چنو وروسته بالاخره د غزې په تړاو پرېکړه لیک ومانه.

په دغه پریکړه لیک کې د اوربند غوښتنه نه ده شوې، خو د هغې د ترلاسه کولو لپاره “د لازمو شرایطو پر رامنځته کولو” ټینګار شوی دی.

نور ولولئ: ملګري ملتونه وايي، طالبان له تاوتریخوالي سره مخ ښځې د ژغورلو په خاطر زندان ته لېږي

ملګرو ملتونو کې د اېکوادور استازی چې د امنیت شورا واریزه مشري ورتر غاړې ده د غړو هېوادونو د رایو پایلې اعلان کړې.

نوموړي وويل، “دیارلس مثبتې رایې، منفي رایې صفر او دوه ممتنع رایې. وړاندې شوې مسوده د ۲۷۲۰ پرېکړه لیک په توګه ومنل شوه.”

امریکا ولې ممتنع رایه وکاروله

امریکا او روسیې دواړو ممتنع رایې وکارولې. روسیه له دې امله چې د پرېکړه متن کمزوری دی او د تاوتریخوالي د ځنډولو غوښتنه نه ده شوې او د امریکا نیوکه بیا دا وه چې د پرېکړه متن کې حماس نه دی غندل شوی.

د دغې مسودې د وروستي متن پر سر له یوې اوونۍ راهیسې ناندرۍ روانې وې او پر مناسبو ټکو او جملو د سلا مشورو خبره کېده چې اوس دا دی له سمونونو وروسته ومنل شو.

نور ولولئ: ملګري ملتونه: روسي او اوکرايني ځواکونو زندانيان اعدام کړي

ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې لېنډا توماس ګرینفیلډ له رایې اچوونې وروسته وویل دې پرېکړه لیک د مرستو د رسونې لپاره زمینه برابره کړه.

نوموړې وويل،”نن امنیت شورا سيمې ته د مرستندویو د سملاسي او پراخ بشري لاسرسي او د تاوتریخوالي ختمېدا ته د زمینې برابرولو لپاره د بېړنیو ګامونو د پورته کېدا غږ وکړ. دا یادونه کوم چې دا لومړی ځل دی دا شورا دغه راز ژبه کاروي.”

د امریکا استازې زیاته کړه د امنیت شورا غړي هېوادونه په دې باور دي چې دا اقدام د مرستو د کچې زیاتېدو او مخ پر وړاندې د شته ګامونو د اهمیت ځلولو لپاره مهم دی ځکه په وینا يې دوی سیمه کې تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره په ګډه کار کوي.

په مسوده کې لومړی د اوربند غوښتنه

په پیل کې امنیت شورا ته وړاندې شوې مسوده کې د سملاسی اوریند یا د تاوتریخوالی د ځنډولو غوښتنه شوې وه چې د امریکا او اسرائیلو له سخت مخالفت سره مخامخ شوه خو بالاخره د یوه جوړجاړي په پایله کې د “تاوتریخوالي پاېدونکي پای لپاره د زمینې د برابرولو عبارت د اوربند او یا د تاوتریخوالي د ځنډولو ځای ناستی شو.”

خو دا بدلون د روسیې له مخالفت سره مخامخ شو. استازي یې وویل د پرېکړه لیک متن دې لپاره کمزوری کړل شو چې امریکا یې ویټو نکړي. د عربي اماراتو استازې لانا ذکي نصیبه چې هېواد یې د مسودې چمتو کوونکی و هم مني چې دا متن بې عیبه نه دی خو باید یو اقدام شوی وای.

نوموړې وويل، “موږ پوهېږو چې یوازې اوربند کړاو ختمولی شي. موږ وروستیو اونیو کې پر خپلو ټلویزیونو داسې صحنې ګورو چې غزه کې ملکي وګړي په ډېره ناهیلۍ د ژوندانه د لومړنیو اړتیاو ترلاسه کولو لپاره هلې ځلې کوي. دا باید غزه کې د ملکی نظام د نړیدو د خطر زنګ په معنی وي.”

په غزه کې ملکي وګړي په سخت حالت کې شپې تېروي، د دوی لپار د خوراک څه نشته او د څښاک پاکې اوبه ورته هم نه رسېږي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button