له یوه اټومي هېواده پر کالج برید ۳۳ ساعته وغځېده

اړوند خبرونه:
هند پر پاکستان د «سندور» عملیات پیل او ۹ سیمې یې په نښه کړي
کشمیر کې د تاوتریخوالي له امله، له هند سره د افغانستان سوداګري په ټپه ودرېده
اسلام اباد: “هند به په راتلونکو څو ساعتونو کې پر پاکستان برید وکړي”
له اټومي هېواده د جنوبي وزیرستان پر یوه پوځي کالج برید ۳۳ ساعته وروسته پای ته رسېدلی دی
د رسنیو د راپورونو له مهې د جنوبي وزیرستان په واڼه کې د پاکستان پر یوه پوځي کالج د وسله والو برید له ۳۳ ساعتونو جګړې وروسته پای ته رسېدلی دی.
پاکستانی ریاست چې ځان ته اټومي قدرت وايي، له وروستي برید داسې ښکاري چې ددغه هېواد پوځ د ورته بریدونو په کنترول کې پاته راغلی دی.
دغه برید د دوشنبې په ماښام پیل شوی، چې تر اوږدو نښتو وروسته پاکستاني پوځ د عملیاتو د پای اعلان کړی.
پاکستانۍ رسنۍ وايي، د برید پر مهال په کالج کې شاوخوا ۶۵۰ کسان، د زده کوونکو او استادانو په ګډون، موجود وو.
پاکستانی پوځ ادعا کوي چې ټول کسان یې ژغورلي دي، خو له سیمې بیا راپورونه وايي چې سیمې ته د ازادو خبریالانو ننوتلو ته اجازه نه ده ورکړل شوي.
په ورته مهال پاکستانۍ امنیتي سرچینې وايي، څلور واړه بریدګر وژل شوي او ادعا کوي، چې بریدګر افغانان وو او له افغانستانه یې په ټیلیفون لارښوونې ترلاسه کولې.
راپورونه زیاتوي، چې په برید کې درې پاکستاني پوځیان او دوه ملکي وګړي وژل شوي او تر لسو نور ټپیان دي.
دا برید داسې مهال افغانستان ته منسوب شوی، چې د طالبانو بهرنیو چارو وزارت پر واڼه پوځي کالج او د اسلام آباد پر ځانمرګي برید خواشیني څرګنده کړې.
طالبانو د پاکستان د امنیتي ادارو د ادعاوو په تړاو غبرګون نه دی ښودلی.



