ځایی

لوړپوړی طالب چارواکی: “موږ پر ډیالوګ باور لرو”

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیا مولوي کبیر وايي چې طالبان پر ډیالوګ یا خبرو اترو باور لري

له هغې وروسته چې طالبانو د دوحې په غونډه ګډون ونه کړ او هغه یې «ګټوره» ونه بلله، د طالبانو د رییس‌الوزرا سیاسي مرستیال په کابل کې د جاپان له سفیر سره په کتنه کې ویلي چې په ډیالوګ باور لري.

ارګ سه‌شنبه د کب پر لومړۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو د طالبانو د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر او په کابل کې د جاپان سفیر تاکایوشي کورومیا ترمنځ د کتنې خبر ورکړی دی.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړې چې طالبان په ډیالوګ باورمند دي او غواړي هره مساله د خبرو اترو له لارې حل شي.

taliban1
د طالبانو ځینې چارواکي په دوحه کې-ارشیف

د خبرو له لارې د شته اندېښنو لرې کول

نوموړي زیاته کړې چې د ټولو هېوادونو اندېښنو ته «درناوی» لري او چمتو دي چې د خبرو له لارې یې اندېښنې ځواب کړي.

دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو د دوحې په غونډه طالبانو ته د ګډون بلنه ورکړه؛ خو له ورتګه یې ډډه وکړه.

نور ولولئ: تادامیچي: طالبان باید د نجونو د زده‌کړو او ټولشمولیت په اړه رښتینی فکر وکړي

نور ولولئ: د دوحې په غونډه کې محبوبه سراج وايي، طالبان ښځو ته سپکاوی کوي

نور ولولئ: طالبان د دوحې ناستې له اجنډا خبر نه لري

بلخوا، پرون د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش د دوحې غونډې په پای کې یوې خبري ناستې ته وویل چې طالبانو په دې غونډه کې د ګډون لپاره په یو لیک کې داسې غوښتنې ترې کړې وې چې په خبره یې، د افغانانو له نورو استازو سره یې د ملګرو ملتونو د خبرو اترو حق تر پښو لاندې کاوه.

vlcsnap 2024 02 18 15h07m57s202
د دوحې په ناسته کې د ځینو هېوادونو استازي

د دوحې په غونډه کې له افغان مدني ټولنو د طالبانو تېښته

د دوحې په ناسته کې د افغانستان مدني ټولنو رسنیو ته وویل چې طالبان د مدني ټولنو له پنځو استازو سره نه شي مخامخ کېدلی، ځکه د افغانستان د ښځو او مدني ټولنو لخوا پر طالبانو د فشارونو راوړلو له امله کېدای شوه چې دغه ډله د نړیوالو پر وړاندې وټکوي، خو طالبانو بیا ګډون ونه کړ.

اخوا د ملګرو ملتونو ویل چې طالبانو نه غوښتل چې نور افغانان په غونډه کې ګډون وکړي چې دا کار بیا ملګرو ملتونو ته د منلو نه و، ځکه داد ملګرو ملتونو له منشور او اصولو سره په ټکر کې و.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي لا له وړاندې ویلي و چې دغه ډله به د دوحې په ناسته کې ماناداره ګډون کوي، خو دا یې په ډاګه کړي نه وه چې دوی څه ډول مناداره ګډون غواړي او کوم شرطونه یې وړاندې کړي وو؟

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button