Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

هنر او ادب

لوګر موزیم کې طالبان لرغوني اثار ترمیموي

د لوګر ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکي د موزیم لرغوني اثار ترمیموي

طالبان په داسې حال کې دا خبر ورکوي چې دوی په تېره دوره واکمنۍ کې د بامیانو سلسال او شاهمامه تاریخي مجسمې په توپونو او ټانکونو وویشتې او ویې نړولې.

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکي وایی، د هېواد ملي موزیم څخه یوشمېر لرغون پوهان راغلي او دغلته یې د پخوانیو لرغونو اثارو د ترمیم چارې پيل کړي دي.

لرغونپوهانو ته دنده سپارل

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس رفېع‌الله صمیم سلام‌وطندار ته وویل، اطلاعاتو او فرهنګ وزارت یو‌شمېر لرغون‌پوهانو ته دنده سپارلې، څو د یاد ولایت محلي موزیم لسګونه قلمه ویجاړ شوي لرغونې اثار ترمیم او ثبت کړي.

mozum2
په موزیم کې تاریخي اثار

صمیم زیاته کړه، تراوسه د ملي موزیم مسلکي لرغون‌پوهانو له ۲۰زیاتو لرغونو اثارو د ترمیم چارې پيل کړي او په پام کې ده چې دغه لرغونې اثار چې شمېر یې لسګونه قلمو ته رسېږي، ترمیم کړي.

نور ولولئ: د غزني تاریخي ابدو لېدنې ته ګڼ سیلانیان ورمات شوي

نور ولولئ: په عراق کې ۲۸۰۰ کاله عمر لرونکي ډبرینه لیک‌دړه

نور ولولئ: د چین تاریخي دیوال سوري کوونکي کسان ونیول شول

بلخوا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د موزیم مدیر محمدامین ناصري وویل، د لوګر په محلي موزیم کې ۵۰ قلمه لرغوني اثار او ۸۰قلمه لاسي صنایع نندارې ته اېښودل شوي دي.

هغه وویل: «د دغه ولایت له محلي موزیم څخه هره ورځ شاوخوا ۲۰ کسان لیدنه کوي او له هیوادوالو مو هېله دا ده چې د لوګر محلي موزیم بډایه کېدو برخه کې همکاري وکړي.»

mozum1
تاریخي اثار

په دې موزیم کې د مختلفو دورو اړوند اثار شته

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ملي موزیم مدیر محمدسالم رحماني وویل، « د لوګر سیمه ئیز موزیم کې  د مختلفو دورو (کوشاني، دویم میلادي پیړۍ، اسلامي، اتنو ګرافي او د معاصرې دورې تاریخي اثار موجود دي، چې یاد اثارو کې سفالي (ټیکر)، سنګي( تیږې) او فلزي اثارو شتون لري، چې اکثره يې تر پاک کارۍ او ترمیم لاندې دي.»

د یادولو وړ ده چې د افغانستان اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په محمداغې ولسوالي کې پر ۴۰جریبه ځمکه کې د عینکو کان لرغونو اثارو خوندي ساتلو لپاره موزیم جوړوي چې کارونه یې ۴۰ سلنه بشپړ شوې او پاتې کارونه به یې په راتلوونکې کال کې بشپړ شي.

طالبان د افغانستان په تاریخي سیمو کې لرغونو اثارو ته زیات پام نه کوي. مثلاً: د افغانستان اسلامي جمهوریت پر مهال په بامیانو کې د بودا تاریخي مجسمو ته نږدې لارې تړل شوي وې او موټرو ته د نږدې ورتګ اجازه نه وه، خو اوس طالبانو هغه لارې د خلکو د تګ او راتګ پر مخ پرانیستي دي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button