نړیوال خبرونه

لوی څارنوال فرید حمیدي له خپلې دندې استعغا وکړه

لوی څارنوال له خپلې دندې مستعفي شو. د هېواد لوی څارنوال محمدفرید حمیدي د ناڅرګندو دلایلو له کبله له خپلې دندې استعفاء کړې او اشرف غني یې استعفاء هم قبوله کړې.نوموړی د تېرو پينځو کالو راهیسې دافغانستان لوی څارنوال په صفت دنده پر وړله.

د جمعور ریس غني مرستیال ویاند دواخان مینه پال ددې خبر په تایید سره ویلي، چې ښاغلي فرید حمیدي د کورنیو ستونزو له امله استعفاء کړې او اشرف غني د هغه د استعفاء د منلو ترڅنګ د نوموړي له تیرو څو کلونو کار کولو څخه مننه کړې.نوموړی پنه خپله وظیفه تل هڅه کړې چې داسې صادق اووسي چې د هیچا ګوته ورته ونه نیول شي.او په کامیابی سره خپله دنده پای ته ورسوي.

ښاغلی فرید حمیدي له ۱۳۹۵ل کال راهیسې د ملي وحدت حکومت په جریان کې د لوی څارنوال په توګه ونومول شو؛ خو په هغه وخت کې د اشرف غني او عبدالله ترمنځ د شدیدو اختلافاتو له کبله ۲۰ میاشتې وروسته د ملي وحدت حکومت له پیل سره سم نوموړی رسما په دنده وګومارل شو.

img 20210302 080500 410

په نوموړي تور پورې کیږي چې په افغانستان کې د فساد لویو دوسیو سره یې سیاسي چلند کړی او هغه لوی «فاسد» چارواکي یې نه دي محاکمه کړي چې په افغانستان کې د اداري فساد اصلي عاملین بلل کیږي.خو نوموړی خپله بیا وای چې ما ټول تصمیمونه خپله نیولي او د لوی څارنوالی اداره مې په سم ډول مدیریت کړې ده.

یاده دې وي چې په دې وروستیو کې هېواد کې ډېر وګړي له لوی څارنوالی لخوا نیول شوي دی او عدلیې اوقضایه ارګانونو ته معریفي شوي دي.په ډېری وزارتونو کې مالي فساد له امله زیات شمېر ریسان او معینان هم څارنوال ته معریفي شوي.یوه اونی مښکې د جلال اباد ګمرک ریس او ورسره مل نور مامورین تازه د فسادپه تور معریفې کېدل ېې له عمده مثالوڅخه دی.

ارسلان

امېل د افغان ناو مسوول مدیر دی

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button