مالیې وزارت د پوهنتون فارغانو څخه د کار زدکړې ازموینه واخیسته

مالیې وزارت د پوهنتون فارغانو څخه د کار زدکړې ازموینه واخیسته مالیې وزارت کار زده کړې ته د جذبولو په موخه د دولتي او خصوصي پوهنتونو له فارغانو رقابتي ازموینه ترسره کړه.کامیاب خلک به د وزارت پر محتلفو برخو کې انټرنشپ پیل کړي.
مالیې وزارت دولتي ادارو کې کار زده کړې ته د جذبولو په موخه د دولتي او خصوصي پوهنتونو له فارغانو رقابتي ازموینه واخیسته. په دې پروګرام کې له دولتي او خصوصي پوهنتونونو څخه۲۳۰ تنو ګډون کړی وو، چې ۸۱ تنه یې ښځینه او ۱۴۹ تنه یې نارینه زده کوونکې وې.
د مالیې وزارت مالي او اداري عمومي رئیس سید احسان طاهري، ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، چې کار زده کړه، د ملکي خدمتونو په ادارو کې د عملي کار یوه دوره ده،
چې په کاري چاپېریال کې کسب او مهارتونه لوړوي. ښایي ستاسو یو شمېر له رقابتي ازموینې او د کار له زده کړې وروسته په دولتي ادارو کې جذب کړای شي، ولي هغه کسان چې جذب نه شي، کولی شي په خصوصي ادارو کې له دغو ترلاسه کړو تجربو ګټه واخلي.
د مالیې وزارت د بشري سرچینو رئیس حارث احمدزي وویل، چې د کار زده کړي یا انټرنشیپ یوه څلور میاشتنۍ دوره ده، چې د دې دورې په اوږدو زده کوونکی له شرایطو، د کار چاپېریال د اړتیاوو او ستونزو ترڅنګ له ښو تجربو هم برخمن کېږي.

زده کوونکي کولی شي په دولتي او خصوصي سکټور کې له ترلاسه شویو تجربو ګټه واخلي او اینده کې دافغانستان د خلکو د خدمت جوګه شي.باید یاده کړو چې دغه کاراموزان به وکولی شي چې د انټرنشپ په پای کې د ماليې وزارت رسمي بستونو ته هم اپلای وکړي.