نړیوال خبرونه

مایک پمپیو قطر کې مرکه چي ټيمونو سره خبرې کوي

مایک پمپیو قطر کې مرکه چي ټيمونو سره خبرې کوي راپورونه وايي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو به نن قطر کې له مذاکراتي پلاوو، سره وګوري او پر مهمو مسایلو ورسره ږغیږي.سرچینی زیانوي دا به د پمپیو همم ملاقات وي چې له دويي سره ېې کوي.

د پمپیو سفر پرداسې حال ترسره کیږي چې په دوحه کې د طالبانو او افغان دولت پلاوو یو له بل سره تراوسه مخامخ خبرې نه دي پيل کړې او نه هم کوم پرمختګ تر سترګو سویامریکا د نوی کال تر جنورۍ ښايي کوښښ وکړي چې  د سولې خبرې په یوه نه په یوه توګه بریالۍ کړي او د امریکايي ځواکونو د ټول شموله وتلو لپاره زمینه برابره کړي تراوسه پوري د بین لافغاني خبرو د پیل لپاره کوم بریالی اقدام نه دی ترسره شوی. خو امریکا غواړي یو نه یو نتیجې ت ورسیږي.

ښاعلی پمپیو به د مذاکراتي پلاوي ټیمونو غړو سره وګوري او په جلا جلا ډول سره به دا لیدنې ترسره سي د مالوماتو  له مخې ټاکل سوې چې نوموړی  به د قطر د بهرنیو چارو له وزیر سره هم وګوري.ویل کیږي چې د دوحې خبرو کې یوازي دومره پرمختګ راغلی چې دواړه مذاکراتي ټیمونه پر ځینو مسایلو توافق ته رسیدلي او کیدلای شي چې په نژدې راتلوونکي کې د سولې بین لافغاني خبرې پیل شياو یو نتیجې ته هم سره ورسږي.

هېره ې نه وي چې دغه هیوادغواړي تر راتلوونکي جنورۍ میاشتي د ټرمپ په مشرۍ حکومت خپلې هغه ژمنې چې ټول امریکايي ځواکونه به له افغانستانه باسي عملي کړي ټرمپ د امریکا تر ټاکنو وړاندې ویلي وو، چې د ۲۰۲۱ کال جنورۍ پوري به خپل ټول سرتیري له افغانستانه باسي او دا د امریکا خلکو ته بیا هم یو لاسته راوړنه وښايياو خپل حکومت کارونه بریالی ثابت کړي .

دا هم باید یاده کړو چې ټرمپ د امریکا په ټاکنو کې ماتې خوړلې او د ۲۰۲۱ کال پوري به خپله واکمني جوبایډن ته سپاري په کور دننه دا پریکړه د یو شمېر لوړ پوړو امریکايي چارواکو له لوري له غبرګون سره مخ سوه هغوی له ټرمپ څخه وغوښتل چې له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو وتل ښه پریکړه نه ده او  دا کیدلای شي د ټولي نړۍ لپاره یو لوی ګواښ واوسي او سیمه یو وار بیا په جنګ بدلیدلی شي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button