نړیوال خبرونه

متحده ایالت به اجازه ورنه کړي چې افغانستان د وسله والو ډلو په ځاله بدل شي

امریکا د ایمن الظواهري د وژلو اعلان وکړ

یوه ورځ وروسته له هغې چې امریکا د ایمن الظواهري د وژلو اعلان وکړ، اوس سپینه ماڼۍ وایي واشنګټن به پرې نه ږدي چې افغانستان د وسله والو ډلو پر پټن ځای بدل شي

واشنګټن به اجازه ورنکړي چې افغانستان د ترهګرو په ځاله بدل شي

د جوبایډن د ملي امنیت سلاکار له یوې امریکايۍ رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، واشنګټن به د دې اجازه ورنه کړي چې، افغانستان د ترهګرو پر ځالې بدل شي. د جوبایډن د ملي امنیت سلاکار جک سلیوان وايي:«امریکا د ولسمشر بایډن په امر، د ظواهري د وژنې لپاره قاطعانه پرېکړه وکړه؛ څو ورسره نورو ترهګرو او همداراز طالبانو ته روښانه پیغام ورسوي هغه دا چې، امریکا به هېڅ چا ته اجازه ورنه کړي چې، افغانستان د دغه هېواد او په هر ځای کې یې د ګټو پر وړاندې وکاروي.

له دې سره هم مهاله د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې استازی وایي چې د الظواهري وژل کېدل په کابل کې د نړۍ شکونه لا د طالبانو له خوا په کړو ژمنو ډېر کړل. ټوماس نېکلسون زیاتوي په کابل کې د القاعدې شبکې د رهبر حضور د طالبانو هغه څرګندونې تر پوښتنې لاندې راوستي چې، ویل به یې هېڅ ترهګرې ډلې ته یې پناه نه ده ورکړې

نور یی ولوله | حنفي: کابل کې د امریکا برید د ملي واکمنۍ نقض او د دوحې له هوکړې سره خلاف عمل دی

نور یی ولوله | یوه ډله پاکستاني ډاکټران په نور روغتون کې د سترګو ناروغانو درملنه کوي

نوموړي څرګنده کړه:«په کابل کې د امریکا له لوري د ایمن الظوهري وژل کېدل په دې اړه شکونه لا غښتلي کړي چې، آیا طالبان په دې اړه بې خبره وو، ځواک یې نه درلود او یا هم د القاعدې پر وړاندې اقدام ته لېواله نه وو. د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي له «ان، پي، آر» رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، په کابل کې د القاعدې شبکې د رهبر اوسېدنه او امریکا ته یې پر له پسې خبردارۍ د دوحې هوکړې نقض دی 

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیل زاد وايي:«دا په بشپړه توګه ناسمه ده. توافق روښانه دی. داسې یوه کس ته په کابل کې د اوسېدو اجازه ورکړه چې، د سپټمبر د یولسمې برید یې طرحه کړی او پر امریکا یې نور ورته بریدونه هم کړي او همداراز د امریکا د امنیت پر وړاندې ګواښوونکې بیانیې ورکوي، دا له شک پرته د دوحې هوکړې نقضول دي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button