نړیوال خبرونه

د اسلامي امارت مشر له ځينو دیني عالمانو سره د ښځو د حقونو په هکله خبرې کړي

د ښځو د حقونو او تعلیم مسله

اسلامي امارت مشر مولوي هبت الله اخندزاده د کابل ولایت له ځینو دیني عالمانو سره په لیدنه کې، د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو د حقونو او ښوونې د مسلې په هکله خبرې کړې دي.

ځينې دغه دیني عالمان چې بېرته کابل ته راستانه شوي دي، وايي چې د اسلامي امارت له مشر سره په لیدنه کې د اسلامي قوانینو په چوکاټ کې د ښځو حقونو د درناوي، د ښوونځيو او مدرسو د ښوونیز نصاب د بیاغور او د پلازمېنې د اوسېدونکو ستونزو ته د رسېدنې په ګډون په بېلابېلو مسایلو خبرې اترې کړې دي. دوی وایي، د کابل له والي سره یې یو ځای د دوشنبې په ورځ په کندهار کې د اسلامي امارت له مشر مولوي هبت الله آخندزاده سره لیدلي دي

نور یی ولوله | یوه ډله پاکستاني ډاکټران په نور روغتون کې د سترګو ناروغانو درملنه کوي

نور یی ولوله | امیر خان متقي د تاشکند غونډه له افغانستان سره د تعامل لپاره ښه فرصت بللی

د اسلامي امارت غړی

د اسلامي امارت غړی عبدالحمید حماسي وايي:«د بشري حقونو، د انسانانو د حقونو، د یتیمانو او ګونډو د حقونو په هکله ډېرې ښې سپارښتنې یې لرلې. د اسلامي امارت بل غړي مولوي محمد زاید هم وویل:«دا اختلافونه باید له هېواده ختم شي، علماوو ته یې ډېره سپارښتنه وکړه چې په منبرونو کې په دې هکله د خلکو ذهنونه پرانیزي څو ټول خلک له اختلافونو لاس واخلي 

ورته مهال د کابل والي وایي، د اسلامي امارت مشر ورته لارښوونه کړې چې د کابلیانو قانوني ستونزو ته دې رسېدنه وکړي. د کابل والي شیخ ندا محمد ندیم څرګنده کړه: له ملا هبت الله سره د کابل د علماوو غونډه درې تر څلورو ساعتونو دوام وکړ او پر مهمو موضوعګانو بحث وشو او د اسلامي امارت مشر د کابلیانو د ستونزو د حل لپاره ډېر حکمونه ورکړي دي. دغه دیني عالمان وایي، د ښځو ستونزو ته رسېدنه، د شریعت په چوکاټ کې د هغوی حقونو ته درناوی او د ښوونځیو او مدرسو پر نصاب بیا کتنه هغه موضوعات وو چې په اړه یې د اسلامي امارت مشر دوی ته لازمې لارښوونې کړې دي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button