کورني خبرونه

متحده عربي اماراتو د پخوانیو چارواکو په سیاسي فعالیتونو محدودیتونه وضع کړي

 افغانستان افغانستان

طالبانو اعلان کړی چي متحده عربي اماراتو د غني په ګډون  د ځینو هغو پخوانیو چارواکو پر سیاسي فعالیتو بندیزونه وضع کړی چي په دوبۍ او نورو ښارونو کي ژوند کوي  خو د پخواني حکومت چارواکو تر اوس مهال دې اړه  خپل نظر نه دی ښکاره کړی        

د طالبانو یو تن ویاند احمدالله وثیق په خپل تویتر پاڼه کي لیکلي چي متحده عربي اماراتو د پخواني حکومت د ټولو هغو چارواکو پر سیاسي فعالیتونو محدودیتونه  لګولی  چي په دوبۍ او د متحده عربي اماراتو په نورو ښارونو کي ژوند کوي. ښاغلی  ټینگار کړی چي پخوانی ولسمشر اشرف غني، د پخواني حکومت د ملي امنیت مشاور حمدالله محب او د جمعیت اسلامي له گوند څخه عطا محمد نور هم له دغو محدودیتونو سره مخامخ  شوي.

دا هم ولولئ | یونېسف : له څلور میلیونه ډېر افغان کوچنیان ښوونځي نه بې برخې شوی.

د تیر حکومت چارواکو او متحده عربي اماراتو تر اوس مهال   پوري په دې اړه  څه ندی  ویلي. د طالبانو دغه ویاند ددغو محدودیتونو د څرنگوالي په اړه  نور جزیات هم ندی څرګند کړی . په افغانستان کي د روان میلادي کال د اگست پر ۱۵ مه نیټی طالبانو د واکمنۍ ته تر رسیدو او د پخواني حکومت تر  سقوط  څخه  وروسته د اشرف غني په ګډون د حکومت ځیني چارواکي متحده عربي اماراتو ته لاړه  او اوس هلته یی  ژوند غوره  کړی .

مخکي له دې چی  پخواني ولسمشر ته یو له نژدو وګړی  محمدعمر داود زي ویلي وو  چي اشرف غني په متحده عربي اماراتو کي په خپل استوگنځي کي ځان گوښه کړی او له چا سره ملاقات او خبري نه کوي.

د طالبانو  ویاند خبره یو اړخ چی  د پخوانی ولسمشر  اشرف غنی په ګډون ټول سیاستوال محدودیتونه وضع کولو  او بل ا ړخ ته ددی خبری څرګندونه نده کړی 

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button